د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ نور ۵۹ تنه مړه شوي


په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په سېند صوبه کې مخې ته راغلي خو تر ټولو زیات کسان یې په پنجاب کې مړه کړي دي.
په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په سېند صوبه کې مخې ته راغلي خو تر ټولو زیات کسان یې په پنجاب کې مړه کړي دي.

په پاکستان کې په تېر شواروز کې د کورونا وایرس ۱،۹۴۷ نور کیسونه مخې ته راغلي او د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ څخه ۵۹ نور وژل شوي دي.

د سرکاري ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، له دې سره په ټول ملک کې تر اوسه په کورونا د اخته کسانو شمېره ۴،۹۰ زره ۴۷۶ ته رسېدلې او ټول ټال ۱۰ زره ۴۰۹ مړه شوي دي.

خو بل پلو ۹۰ فیصده زیات ناروغان ترې بیرته رغXدلي هم دي.

پاکستان کې دا مهال د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره ټولبند لګېدلی او حکومت بار بار له خلکو د احتیاط کولو غوښتنه کوي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په سېند صوبه کې مخې ته راغلي خو تر ټولو زیات کسان یې په پنجاب کې مړه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG