د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ښاروال د ولسمشر ډنلډ ټرمپ پلویانو د جنورۍ پینځمې او شپږمې نېټې تر پلان کړي لاریون وړاندې ملي ساتونکي چمتو کړي دي.
دې ځواک په یوه بیان کې ویلي چې د دوی تر ۳۰۰ زیات عسکر به د ګڼې ګوڼې سمبالولو او ژغورلو لپاره ولاړ وي. تمه ده کانګریس د جنورۍ پر شپږمه د منتخب ولسمشر جو بایډن بري کره کولو لپاره رایې واچوي.
د ولسمشر ډنلډ ټرمپ پلویان په ولسمشریزو ټاکنو کې په پراخه کچه د درغلیو بې بنسټه دعوو په حق کې لاریون کوي.
ولسمشر ډنلډ ټرمپ ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر درېیمه د ولسمشریزو ټاکنو پایلې لانجمنې بولي چې د دواړو سیاسي ګوندونو د ریاستونو انتخاباتي چارواکو، ګورنرانو او د امریکا د انصاف وزارت ویلي چې په انتخاباتو کې په پراخه کچه هېڅ درغلۍ نه وې.