د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادۍ راډيو خبریال الیاس داعي څوک وو؟


الیاس داعي له ۱۲ کلونو راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کاوه
الیاس داعي له ۱۲ کلونو راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کاوه

محمد الیاس داعي د محمد زوی په ۱۹۸۷ز کال کې د هېلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په چاه ‌انجیر سیمه کې زوکړی وو.

نوموړی د نومبر پر ۱۲مه په لښکرګاه کې په موټر پسې د تړلي بم په برید کې ووژل شو او ورور یې ټپي شو.

د ده د ورور مجتبا محمدي روغتیايي حالت ښه دی.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

داعي خپلې لومړنۍ زده کړې د چاه انجیر په عالي لېسه کې بشپړې کړې، وروسته یې د هېملند په دارالمعلمین کې د ادبیاتو په برخه کې تر ۱۴م ټولګې زده ‌کړې وکړې، خو دا یې پای ونه باله او په اراکوزیا پوهنتون کې یې د پښتو ادبیاتو په څانګه کې د لېسانس (بیچلرز) بریلیک واخېست.

الیاس داعي په ۲۰۰۶ز کال کې له رسنیو سره خپل کار پیل کړ او لومړۍ دنده یې له "سلام وطندار" راډیو سره پیل کړه.

داعي وروسته د "سولې او جګړې خبریالۍ په انسټيټیوټ (ای ډبلیو پي ار)" کې روزنه ترلاسه کړه او د هېلمند له ملي راډیو ټېلېوېژن سره کار وکړ.

نوموړي په ۲۰۰۸ز کال کې له ازادۍ راډيو سره دنده پیل کړه او له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې په هېلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال وو.

الیاس داعي دوه میندې، شپږ خویندې او اته وروڼه لرل.

هغه واده کړی وو او ښځه او د "مهربان" په نامه کوچنۍ لور ورڅخه پاتې شول.

محمد الیاس داعي د نومبر ۱۲مې پر سهار نېږدې نهه بجې له خپل کوره په هېلمند کې د خبریالانو مرکز ته پر لار وو چې په موټر پسې یې د نښلولي بم په چاودنه کې ووژل شو.

د الیاس داعي وژنې د هېواد دننه د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو او افغان حکومت غبرګون پارولی دی.

داعي په خبریالۍ کې ځانګړی انداز درلود او راډيويي رپورټونه به یې په خورا زیار تیارول.

نوموړی به زیاتره وخت په بېلا بېلو سیمو کې ګرځېده او پر سیاسي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو به یې رپورټونه، خبرونه او فیچرونه جوړول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG