په نړۍ کې کورونا وایرس ځپلو وګړو شمېر له ۸۵ میلیونو اوښتی او تر اوسه ترې څه باندې ۱۸ لکه کسان مړه شوي دي.
بېلابېلو هېوادونو د کورونا د تازه څپې د کنټرول په هدف نوي محدودیتونه هم لګولي دي.
د بریتانیا وزیر اعظم بورېس جانسن په هېواد کې د کورونا وایرس نوې بڼې له زیاتېدو سره د تازه بندیزونو اعلان وکړ.
د جرمني چارواکو هم د جنوري تر پایه د ټولبند غځولو غوښتنه کړې ده.