د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د ترهګرۍ او قتل په تور درې کسانو ته پانسۍ ورکړل شوې


دا ناامنه صوبه له افغانستان او پاکستان سره پوله لري چې پکې زیاتره وسله وال د نشيي موادو سمګلران فعالتیونه کوي.
دا ناامنه صوبه له افغانستان او پاکستان سره پوله لري چې پکې زیاتره وسله وال د نشيي موادو سمګلران فعالتیونه کوي.

د ایران رسمي خبري اژانس - میزان انلاین - د جنورۍ پر درېیمه خبر ورکړی چې په دې کې پر دوو کسانو د ترهګرۍ او پر بل د قتل او وسله والې ډاکې تور وو.

د دې خبر ترمخه دې درېو واړو کسانو ته د جنورۍ پر دریمه سهار د دې هېواد په سیستان بلوچستان صوبه کې پانسۍ ورکړل شوې ده.

ایرانیو رسنیو ویلي چې حسن دهواري او الیاس قلندرزی په لوی مقدار کې د بارودو درلودلو او د سخت دریځه سني وسله والې ډلې جېش العدل سره د تړاو لرولو په تور په ۲۰۱۴م کال کې نیول شوي وو.

عدالت دا دواړه کسان د خلکو تښتونو، بمي چاودنو، او هم دا راز د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړیو په وژنو کې هم ککړ ګرځولي وو.

ایرانيو چارواکو ویلي وو چې له دهواري او قلندرزي سره یې د بمونو جوړولو په هکله اسناد او تکفیري فتواې هم نیولې وې.

جېش العدل په دې ورستیو کې په ایران کې په لوړه کچه د خلکو تښتونې او بمي چاودنې کړې دي.

د ۲۰۱۹م کال په فبرورۍ کې په یو ځانمرګي برید کې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک ۲۷ غړي وژل شوي وو.

په سیستان بلوچستان صوبه کې د شوي دغه برید ذمه واري جېش العدل ډلې منلې وه.

دا ناامنه صوبه له افغانستان او پاکستان سره پوله لري چې پکې زیاتره وسله وال د نشيي موادو سمګلران فعالتیونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG