د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ هیوادونه د کورونا وایرس ناروغۍ مخنیوي لپاره سخت ګامونه اخلي‌


په امريکا کې هم د کورونا وايرس کېسونو کې زياتوالی راغلی چې هره ورځ تر دوه لاکو زياتې مثبتي پيښي ريکارډ کېږي او د ورځڼۍ مړينې اوسط ۲۶۰۰ دی.
په امريکا کې هم د کورونا وايرس کېسونو کې زياتوالی راغلی چې هره ورځ تر دوه لاکو زياتې مثبتي پيښي ريکارډ کېږي او د ورځڼۍ مړينې اوسط ۲۶۰۰ دی.

په ټوله نړۍ کې هېوادونه په دوامداره توګه د کورونا وايرس ناروغۍ د مخنیوي لپاره محدودیتونه سختوي ځکه چې په اروپا، امريکا او نورو ځایونو کې د واکسین ورکولو کار په ورو پیل شوي.

د دي ترڅنګ د کورونا وايرس نوی بڼي په اندښينو کې نوره هم اضافه کړي. د کوورنا وايرس نوی ډول ډير ژر انتقاليږي او په زياترو هېوادونو کې د دې کيسونه هم مخي ته راغلي دي.

د کورونا وايرس نويو کيسونو کې اضافه د کرسمس او نوي کال تر رخصتيو وروسته راغلې ده.

په نړۍ کې د کورونا وايرس له وجې تر اوسه تر ۱۸ لاکه زیات کسان مړه شوي دي.

د جرمني رسنیو د جنورۍ پر دويمه راپور ورکړ چې د چانسلرې انګيلا مرکيل سره د رياستي ګورنرانو تېرۍ اوونۍ غونډه وروسته په پام کې ده چې د ټولبند موده وغځوي.

په بريتانيا کې د کورونا وايرس پر نوي ډول د اخته کسانو شمېر په تېرو پنځو ورځو کې نور هم زيات شوي. په هغه هېواد کې د جنورۍ پر دويمه د کورونا وايرس ناروغۍ ۵۷۷۲۵ ناروغان ثبت شوي دي.

په امريکا کې هم د کورونا وايرس کېسونو کې زياتوالی راغلی چې هره ورځ تر دوه لاکو زياتې مثبتي پيښي ريکارډ کېږي او د ورځڼۍ مړينې اوسط ۲۶۰۰ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG