د لاسرسي ځای

تازه خبر

قازقستان د پانسۍ سزا ختمولو اعلان کړی 


د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارټ توکاییف د پارلیمان هغه سند لاسلیک کړ چې تر لاسلیک کولو وروسته یې د یو هېواد لپاره د مرګ سزا ختمول لازمي کېږي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارټ توکاییف د پارلیمان هغه سند لاسلیک کړ چې تر لاسلیک کولو وروسته یې د یو هېواد لپاره د مرګ سزا ختمول لازمي کېږي.

د قازقستان د ولسمشر دفتر د جنورۍ پر دویمه په یو بیان کې ویلي چې حکومت یې په مستقله توګه د پانسۍ سزا ختمه کړه.

له دې وړاندی د هغه هېواد حکومت د پانسۍ سزا د دوو لسیزو لپاره درولې وه.

بیان زیاتوي چې د قازقستان ولسمشر قاسم ژومارټ توکاییف د پارلیمان هغه سند لاسلیک کړ چې تر لاسلیک کولو وروسته یې د یو هېواد لپاره د مرګ سزا ختمول لازمي کېږي.

د قازقستان حکومت په ۲۰۰۳م کال کې د پانسۍ سزا په عارضي توګه ختمه کړې وه خو له ترهګرۍ سره تړولو جرمونو لپاره عملي کېده.

په ۲۰۱۶م کال کې په الماتي کې د ډزو کولو په تور یو تن ته د پانسۍ سزا ورکړل شوه.

دا مهال په اروپا او منځنۍ اسیا کې روس، تاجکستان او بیلاروس یوازیني درې هېوادونه دي چې تراوسه یې د مرګ سزا د ختمېدو پر اسنادو لاسلیک نه دی کړی.

بیلاروس بیا داسې هېواد دی چې پکې اوس هم د پانسۍ سزاګانې عملي کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG