د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا پر ولسمشر ډانلډ ټرمپ تور پورې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جنګ ته د پلمې جوړولو په لټه دی.
هغه د ډېسېمبر پر ۳۱مه دا څرګندونې پروسږکال په عراق کې، په امریکايي ډرون حمله کې د وژلي یوه لوړ رتبه ایراني پوځي قوماندان قاسم سلیماني تر تلین څو ورځې مخکې کړې دي.
همداراز له تېرو څو اوونیو راهیسې امریکايي چارواکو ویلي چې ایران یا ملاتړ لرونکې عراقۍ ملېشه یې د قاسم سلیماني د تلین پر مهال ځوابي بریدونه کولی شي.
ټرمپ د ډېسېمبر پر ۲۳مه تهران ته په عراق کې پر امریکايی پوځي یا ډپلوماټیکې عملې د برید نه کولو خبرداری ورکړی و.
تر دې څو ورځې مخکې د بغداد په تر ټولو خوندي شنه سیمه کې ایران پلوې عراقۍ ملېشې پر امریکايي سفارت توغندي وتوغول.
جواد ظریف پر ټوېټر لیکلي، له عراقه استخباراتي راپورونه وايي چې د جنګ لپاره پلمه جوړېږي.
هغه وايي، ایران جنګ نه غواړي خو د خپلو خلکو، امنیت او مهمو ګټو دفاع به په زغرده او مستقیم ډول کوي.