د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان شخړې هواری په خبرو اترو کې دی: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په اسلام اباد کې د طالبانو د قطر دفتر له پلاوي سره د لیدو پر مهال: ۲۰۲۰، ۱۸ دسمبر
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په اسلام اباد کې د طالبانو د قطر دفتر له پلاوي سره د لیدو پر مهال: ۲۰۲۰، ۱۸ دسمبر

د پاکستان وزیراعظم عمران خان يو ځل بيا ټينګار کړی چې د افغانستان د شخړې حل يوازې په مذاکراتو کې دی.

د هغه دفتر د دیسمبر په ۳۰ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې عمران خان دا خبرې د افغانستان تجارت وزیر نثار احمد غورياني په مشرۍ ورغلي پلاوي ته کړي دي.

د يادونې ده چې افغان حکومت او طالبانو په قطر کې خبرې پېل کړې دي. پاکستان دريځ لري چې پر طالبانو خپل اغېز د سولې لپاره کاروي خو افغان چارواکو پرې د جګړې د اوږدولو تور پورې کړی.

افغان حکومت په دا وروستیو کې د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا برادر په پاکستان کې په یوه ناڅرګند ځای کې طالبانو ته د وینا پر خپره کړې ویډيو هم اندېښنه ښودلې او ویلي ول چې په پاکستان کې د طالب مشرانو شتون د سیمې ثبات ته لوی ګواښ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG