د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا واکسین ورکولو عمل به تېزوو: بایډن


 بایډن وايي، که په دغه رفتار د واکسینو ورکولو عمل روان وي نو دا به کالونه واخلي چې ټولو امریکایانو ته دغه ستنې ولګول شي.
بایډن وايي، که په دغه رفتار د واکسینو ورکولو عمل روان وي نو دا به کالونه واخلي چې ټولو امریکایانو ته دغه ستنې ولګول شي.

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ژمنه کړې چې د کورونا وایرس واکسین ورکولو عمل به تېزوي.

هغه د ډېسېمبر پر ۲۹مه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر انتظامیه د واکسین ورکولو پر عمل نیوکې وکړې، او ویې ویل چې د ټرمپ انتظامیې د واکسین وېشلو پلان ډېر ورو روان دی.

د ټرمپ انتظامیه پلان لري چې د سږکال تر پایه د واکسینو ۲۰ میلیونه خوراکه ورکړي.

تر اوسه یوازې ۱۱.۴ میلیونه خوراکه تقسیم شوي دي، او د ناروغیو د کنټرول د مرکزونو د شمېرو ترمخه تر اوسه ۲.۱ میلیون خلکو ته د دغه واکسین لومړنۍ ستنې لګول شوي دي.

منتخب ولسمشر بایډن وویل، که په دغه رفتار د واکسینوولو بهیر روان وي نو دا به کلونه واخلي چې ټولو امریکایانو ته دغه ستنې ولګول شي.

جو بایډن وویل چې کله د ده انتظامیه د جنورۍ پر ۲۰ مې واک تر لاسه کړي نو دوی به د دفاعي پېداوار قانون پر ځای کوي.

د دغه قانون له مخې حکومت کولی شي چې شخصي کارخانو ته د واکسینونو د جوړولو او وېشلو چارې تېزولو امر وکړي.

د روانې میاشتې په پېل کې بایډن ژمنه کړې وه چې د خپل واک په لومړیو سلو ورځو کې به د واکسینو ۲۰ میلیونه خوراکه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG