د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند او فراه کې لسګونه طالب وسله والو ته د مرګژوبلې اړولو ادعا


آرشیف
آرشیف

د هلمند امنیتي چارواکي په ناوه ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد زمان همدرد د دې عملیاتو په اړه مشال راډيو ته وویل: "د ناوې ولسوالۍ اړوند ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍کمربندي سیمه کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي دي."

همدرد زیاتوي، چې د عملیاتو پرمهال افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د افغانستان په لوېدیځ کې ملي اردو وايي، چې په فراه ولایت کې یې ۱۲ وسله وال طالبان وژلي دي.

د ظفر قول اردو له خبرپاڼې سره سم، دا طالبان هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې په اناردره ولسوالۍ کې د امنیتي خواکونو پر پوستو برید وکړي.

د راپور له مخې، په دې برید کې ۸ تنه نور وسله وال طالبان ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.​

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG