د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ولایتي شورا غړی سید اصغر اکاخېل چاودنه کې ژوبل


د خوست ښار تصویر
د خوست ښار تصویر

نن د دوشنبې ورځې له غرمې مخکې د خوست د صحرا باغ په سیمه کې د ولایتي شورا یو غړي سید اصغر اکاخېل په موټر پسې چاودنه شوې.

د خوست د ولایتي شورا رئیس کفیل ریحان مشال راډیو ته وویل، چې په دې چاودنه کې سید اصغر اکاخېل او دوه ساتونکی يې ټپیان شوي او دریم ساتونکی يې وژل شوی دی.

د نوموړي په وینا، د ولایتي شورا یاد غړی له خپل کور نه چې په ځاځي میدان ولسوالۍ کې دی، ښار ته خپلې دندې ته راتلو، چې په موټر پسې يې د صحرا باغ په سیمه کې چاودنه وشوه.

کفیل ریحان وویل، د ولایتي شورا غړي اصغر اکاخېل ټپونه ژور دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت هېچا پر غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG