د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيښور کې پولیو ضد ښځینه کارکونکیو پر ځینو افسرانو د جنسي ځورونو تورپورې کړی


پاکستان د نړۍ یو له هغو څو هیوادونو دی چې د پولیو ناروغي لا هم پکې نده ختمه شوې. 
پاکستان د نړۍ یو له هغو څو هیوادونو دی چې د پولیو ناروغي لا هم پکې نده ختمه شوې. 

په پيښور کې د پولیو ضد ښځینه کارکونکیو پر ځینو افسرانو د جنسي ځورونو تورونه پوري کړي دي.

په پيښور حیات اباد کې د پولیو ضد کارکونکې عابدې نن مشال راډيو ته وویل چې د پولیو په پروګرام کې ورسره کارکونکي ځینې افسران ترې غیر اخلاقي غوښتنې کوي.

نوموړې زیاتوي، د دې خلاف یې لوړ پوړو چارواکو ته شکایت وکړ خو هغوی ورته هېڅ پام ونکړ.

د روغتیا ځینو نورو ښځينه کارکونکو بیا مشال راډيو ته دا هم ویلي چې د غیر اخلاقي غوښتنو نه پوره کېدو په ترڅ کې ورته افسران له نوکریو څخه د لیرې کولو دړکې ورکوي.

د پولیو مخنیوي ادارې مشر عبدالباسط له په دې اړه څه نه دې ویلي خو د حیات اباد د پولیو ډلې مشرې نازیې دا تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG