د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت زموږ د تحریک مخه نشي نیولای: مولانا فضل الرحمان


مولانا فضل الرحمان د اپوزېشن ګوندونو د مشرانو دا هوډ بیا تکرار کړی چې د دسمبر پر ۱۳مه به په لاهور کې په هر صورت جلسه کوي.
مولانا فضل الرحمان د اپوزېشن ګوندونو د مشرانو دا هوډ بیا تکرار کړی چې د دسمبر پر ۱۳مه به په لاهور کې په هر صورت جلسه کوي.

د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان ویلي‌ چې حکومت د اپوزېشن ګوندونو د پیل شوي تحریک د احتجاجونو مخه نشي نیولای.

مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د دسمبر پر پنځمه د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د خپل ګوند یوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي ویلي‌ چې د حکومت پرضد به په پاکستان جمهوري تحریک کې د راغونډ شویو ګوندونو له خوا د حکومت ضد هلې ځلې روانې وي.

مولانا فضل الرحمان وزیراعظم عمران خان ته په اشاره ویلي، "نه ستا زندانونه زموږ تحریک درولای شي او نه ستا جبر زموږ تحریک راګرځولای کولای شي، زموږ مبارزه به ستا د حکومت تر راپرځولو دوام لري."

مولانا فضل الرحمان د اپوزېشن ګوندونو د مشرانو دا هوډ بیا تکرار کړی چې د دسمبر پر ۱۳مه به په لاهور کې په هر صورت جلسه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان جمهوري تحریک د مشرانو په وینا، د نومبر پر ۳۰مه په ملتان کې تر جلسه وروسته یې د پنجاب حکومت یو شمېر کارکوونکي نیولي او پر هغوی یې مقدمې جوړې کړې دي.

پاکستان جمهوري تحریک په هغه جلسه کې اعلان کړی وو چې د حکومتي‌ چلند خلاف به د ملک په ټولو ضلعو کې په ځایي توګه شریکې جلسې کوي.

د اتحاد د مشرتابه له اعلان سره سم د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د اپوزېشن ګوندونو په شریکه د حکومت ضد احتجاجونو ته دوام ورکړی دی.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د اپوزېشن جلسو او غوښتنو ته په غبرګون کې په بیا بیا ویلي چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ مخالف ګوندونه د جلسو او لاریونونو له لارې حکومت نشي نسکورولای.

حکومت وايي چې په پاکستان جمهوري تحریک کې د شاملو ګوندونو د ملتان ځایي مشرانو پرضد یې له دې کبله مقدمې کړې دي چې د دوی په وینا، هغوی د کورونا مخنیوي لپاره پر حکومتي لارښوونو عمل نه وو کړی.

حکومت د کورونا د لا خپرېدو مخنیوي لپاره یې تر درې سوه د زیاتو خلکو پر راغونډېدو بندیز لګولی دی خو د اپوزېشن ګوندونو په هره جلسه کې په زرګونه خلک شامل وي.

خو پاکستان جمهوري تحریک وايي چې حکومت د دوی پرضد د ګامونو لپاره کورونا پلمه کړې ده. د دوی په وینا، حکومتي ګوند په خپله هم د کورونا مخنیوي لپاره پر وړاندې کړیو لارښوونو عمل نه کوي.

پاکستان جمهوري تحریک د ۲۰۲۰م کال د سپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د دې لپاره جوړ شوی وو چې پکې د شریکو ګوندونو د مشرانو په وینا د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت به نسکوروي او په ملک کې به له سره شفافې ټاکنې کوي.

دوی تور پورې کوي چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت د پوځ له خوا په درغلیو راوستل شوی دی او دوی یې نه مني.

خو حکومت د اپوزېشن دا تورونه ردوي او وايي‌ چې د اپوزېشن ګوندونه یوازې د دې لپاره سره راغونډ شوي دي چې په تېرو وختونو کې کړې خپلې درغلۍ پټې کړي.

په پاکستان جمهوري تحریک کې د مسلم لیګ نون ، پپلز ګوند، جمعیت علما اسلام ف ډلې، عوامي نشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او بلوچستان نشنل ګوند مېنګل ډلې په ګډون ۱۱ ګوندونه شریک دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG