په سوات کې پولیسو دوه کسان نیولي چې ځانونه یې د پوځ چارواکي بلل او د لادرکو کسانو موندلو لپاره به یې له خلکو په دوکه پیسې اخیستلې.
د سوات پوليسو مشر (ډي پي او) قاسم علي خان د دسمبر ۲۳ مه(پرون) مشال ريډيو ته وویل، پوليسو په کبل تحصيل کي دغه دواړه کسان د پوځ له جعلي کارډونو سره نيولي دي. نوموړي زیاته کړه چې په دوی کې د سحر ګل په نوم یو تن ځان د پوځ میجر او د خندان په نوم بل تن ځان حولدار ظاهر کړی وو.
پولیسو د دې کسانو خلاف مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړي دي.
ځايي خلکو هم مشال رېډیو ته تایید کړه چې دې دواړو به د لادرکو کسانو له کورنیو سره رابطې کولې او له هغوی به یې په ټګۍ پېسې ترلاسه کولې چې خپلوان به ورته پیدا او خوشي کړي.