فرانسوي چارواکي وایي، درې پولیس افسران یې هغه وخت وژل شوي چې کله یې د کورني تشدد په اړه د ټېلېفون په ځواب کې یو کور ته ورغلل.
په دغه پېښه کې یو پولیس افسر ژوبل هم دی.
د ډېسېمبر پر ۲۳مه دغو پولیس چارواکو هڅه کوله چې د فرانس په ماسېف سېنټرال غرییزه سیمه کې د کورني تشدد ښکار یوې ښځې مرسته وکړي کومه چې دغه وخت د کور بام ته تښتېدلې وه.
په کور کې دننه تن پر پولیسو ډزې پېل کړې او کور ته یې اور واچاوه.
د چارواکو ترمخه دوی دغه ښځه ژغورلې او په پېښه کې د ککړ تن مړی موندل شوی دی.
د دغه پېښې په اړه لا هم نور مالومات نه شته.
د فرانس ولسمشر اېمانول مکرون پر خپله ټوېټر پاڼه له پولیسو سره یووالی ښوولی او لیکلي یې دي چې د خلکو د خوندي کولو لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی او دوی یې اتلان دي.
سرکاري وکیلان وایي، په پېښه کې مشکوک ۴۸ کلن تن له هغه ښځې سره د ماشوم د ورسپارلو لانجه لرله.
د دوی په خبره په دغه وخت د شپې مهال لومړی یو پولیس افسر ووژل شو او بل ژوبل شو، او له دغې وروسته چې کله دوه نور پولیس چارواکي د پېښې ځای ته ورسېدل نو هغه هم ووژل شول.
د فرانسې کورنیو چارو وزارت وايي، تېر کال په دغه هېواد کې ۱۴۶ ښځې د خپلو خاوندانو لخوا د وژل کېدو رپوټونه درج شوي دي او په دې اړه د کورني تشدد خلاف یو قامي کمپېن ته ضرورت لري.