د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د جلال اباد ټېل ماټېل پر پېښه خپګان ښوولی


افغان پولیس چارواکي د ۲۰۲۰ز د اکتوبر پر ۲۱مه د ټېل ماټېل د پېښې ځای ګوري.
افغان پولیس چارواکي د ۲۰۲۰ز د اکتوبر پر ۲۱مه د ټېل ماټېل د پېښې ځای ګوري.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په جلال اباد کې د پاکستانیو ویزو ترلاسه کولو پر مهال په ټېل ماټېل کې د خلکو پر مرګ-ژوبله خپګان ښوولی دی.

نوموړي د اکتوبر ۲۱مې پر ماخوستن پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې د "افغانانو دردوونکې مړینې ژور خپګان" وررسولی دی، له ټولو کورنیو سره خواخوږي ښيي او د "ژوبلو د ژر رغېدو دوعا" کوي.

نوموړي دا بیان تر هغو څو ساعتونه وروسته خپور کړی چې سهار مهال زرګونه کسان د ننګرهار د مرکز جلال اباد د فوټبال په لوبغالي کې د پاکستان ویزې ټوکنونو ترلاسه کولو لپاره ورغونډ شوي ول چې د ټېل ماټېل پېښه وشوه او پکې د ۱۱ ښځو په ګډون ۱۵ کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول.

د ننګرهار ولایت سکتوري رييس او د پاکستان د وېزې د تر لاسه کولو د اسانچارې کمېټې مشر فضل الربي همیم مشال راډيو ته وویل: "څومره خلک چې دلته راغلي ول، موږ له ټولو پاسپورټونه اخيستل، هېڅوک نه پاتې کېدل، خو ټولو ازدهام راوړ، جالۍ يې ماتې کړې."

چارواکي وايي، ګڼو خلکو د ودانۍ جالۍ ماتې کړې او ټېل ماټېل پیل شو چې پکې ۱۵ کسان ووژل شول
چارواکي وايي، ګڼو خلکو د ودانۍ جالۍ ماتې کړې او ټېل ماټېل پیل شو چې پکې ۱۵ کسان ووژل شول

په عین وخت کې په کابل کې د پاکستان سفارت هم په یوه بیان کې د پېښې ښکار شویو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې ده.

د سږني کال د مارچ میاشتې په نیمايي کې چې د کورونا وایرس وبا خپرېدو له امله پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې تړلې وې، ورسره د زرګونو هغو کسانو ویزې هم ختمې شوې چې کورونه يې په پاکستان دي او یا یې هم هلته د نورو چارو په تړاو تګ راتګ کولو.

بل د افغانستان ډېر وګړي د درملنې لپاره پاکستان ته ځي او د ویزو د ترلاسه کولو لپاره سلګونه سخت ناروغان هم په ګېنټو ګېنټو انتظار باسي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په شوې پېښه خواشیني څرګنده کړې او له خلکو یې غوښتي چې د نظم په مراعتولو له ګڼې ګوڼې مخنیوی او ډډه وکړي.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې چې په جلال اباد کې د پاکستانۍ ویزو ورکولو چارې پیل شوي، ولایتي ادارې او مدني فعالانو په ګډه د پاکستان له کونسلګرۍ بهر په فوټبال لوبغالي کې د ویزې د تر لاسه کولو لپاره خلکو ته د ټوکنو ورکولو بهیر پیل کړی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG