د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: یخ خونه کې د چادونې مړي ۱۰ تنو ته ورسېدل


یو ساتونکی کراچۍ کې د یخ خونې د نړېدلې ودانۍ کنډکپرې ډډې ته کوي چې چاودنې پکې اته تنه ووژل. ۲۰۲۰، ۲۳ دسمبر
یو ساتونکی کراچۍ کې د یخ خونې د نړېدلې ودانۍ کنډکپرې ډډې ته کوي چې چاودنې پکې اته تنه ووژل. ۲۰۲۰، ۲۳ دسمبر

په کراچۍ ښار کې د ډېسېمبر ۲۲مې شپې مهال په يوه یخ خونه (کولډ سټورېج) کې چاودنه شوې چې پکې تر دا مهاله د ۱۰ تنو د وژل کېدو راپورونه دي.

د کراچۍ ښار منتظم لیيق احمد د پېښې په اړه پاکستانیو رسنيو ته وويل چې دا چادونه د "نوې کراچۍ" سیمې د یخ خونې په بوایلر کې شوې چې نېږدې ۳۰ کسان یې ژوبل کړي هم دي.

لیيق احمد ويلي د چاودنې له امله د ګودام ودانۍ راپرېوتې او امکان يې څرګند کړی چې تر کنډکپرو لاندې ځېنې کسان لا هم ګېر دي. د نوموړي په خبره د ملبې لیرېکولو لپاره يې لویه مشينري راغوښتې او امدادي کارونه یې پېل کړي دي.

د چارواکو په وینا، په دغه یخ - خونه کې جوس، شربتونه او مېوې پرتې وې او چاودنه دومره زوروره وه چې د ګودام له ودانۍ سره نږدې نورو ودانیو ته یې هم زيان رسولی دی.

د کراچۍ ښار د مرکزي ضلعې د پوليسو مشرې (اېس اېس پي) شهلا قریشي هم رسنيو ته ويلي د لومړنیو مالوماتو ترمخه دا بوايلر چاودنه وه او د پلټنو وروسته به هرڅه په ډاګه شي.

د سيند صوبې حکومت د پېښې نوټس اخېستی او د پلټنو امر يې کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG