د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی محمد شیر مسید په عدالتي تحویل کې جیل ته واستول شو.
نوموړی د ډېسېمبر پر ۲۲مه(نن) په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شو. پولیسوعدالت ته خواست کړی وو چې مسيد دې ورته په ریمانډ وسپاري خو عدالت دا غوښتنه ونه منله او هغه یې د دسمبر تر ۳۰ مې په عدالتي ریمانډ جیل ته د استولو امر وکړ.
محمد شیر مسید د دسمبر په ۲۰ مه په کراچۍ کې له خپله کوره ګرفتار کړل شوی وو.
د نوموړي نوم هم په هغه مقدمه کې دی چې پولیسو د ډېسېمبر شپږمې تر جلسې وروسته د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر ترڅنګ غورځنګ ځينو مشرانو پرضد دایره کړې وه.