په امریکا کې د ماډرنا کمپنۍ جوړ کورونا واکسین لومړني خوراکونه (اوره یا ډوزونه) به سر له ننه خلکو ته ورکړل شي.
تنظیموونکو د دغه واکسین کارونې ته بیړنۍ اجازه ورکړې. امریکا کې دا ښه خبر بیا په بریتانیا کې د کورونا وایرس د یوې نوې بڼې اندېښنو تر سیوري لاندې راوستلی دی.
یوشمېر اروپایي هېوادونو د (چټک لېږد) همدې وایرس له راپورونو وروسته له بریتانیا سره په تګ راتګ کلک بندیزونه ولګول او د نړۍ په کچه نور هېوادونه هم په ورته ګامونو غور کوي.
د بریتانیا وزیر اعظم بورېس جانسن بیا وایي، د وایرس نوې بڼه ښايي ډېره خطرناکه نه وي.
دی زیاتوي: "داسې شواهد نشته چې د کورونا وایرس د دې بڼې روغتیايي ستونزې دې ډېرې وژونکې وښيي، خو داسې ښکاري چې د نوې بڼې وایرس وړجنتیا یا لګېدنه تر اصلي هغه ۷۰ فیصده چټکه ده."
په امریکا کې تېره اوونۍ د فایزر او بایو انټیک کمپنیو لهخوا د جوړ شوي واکسین لګېدنه هم پیل شوې.