د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې د طالب وسله والو بریدونه شنډ کړل شول: افغان دفاع وزارت


ارشیف، هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هلمند ولایت په څو ولسوالیو کې یې د طالبانو د حملو پلانونه شنډ کړي دي.

دې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ځواک په ملتیا د دوشنبې ورځ په ناوه، ګرشک او نادلي ولسوالیو کې پر هغو طالبانو چې په سیمو کې یې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو د حملو نیت درلود، برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۱۵ طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

د خبرپاڼې له مخې په دغو بریدونو کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات او نقلیه وسیلې هم له‌منځه وړل شوې دي.

طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG