نيوزيلېنډ د دسمبر پر ۲۰مه له پاکستان څخه د کرکټ دویمه شل اوریزه لوبه هم وګټله.
د نيوزيلېنډ په هيملټن ښار کې شوې دې لوبه کې لومړی بېټينګ پاکستان وکړ او د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۱۶۳ رنزونه جوړ کړل.
د پاکستان محمد حفیظ ۹۹ منډې جوړې کړې.
نيوزيلېنډ د ۱۶۴ هدف په اخري اوور کې د يو لوبغاړي په سر پوره کړ.د نیوزي لېنډ له خوا ټيم ساوتي د پاکستان ۴ لوبغاړي اوټ کړل او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د درې کرکټ شل اووریزو په سياليوو کې لومړۍ لوبه هم نيوزيلېنډ ګټلې وه.
د نیوزي لېنډ او پاکستان ترمنځ به دریمه شل اوریزه لوبه د دسمبر پر ۲۲مه تر سره کېږي.
تر هغه وروسته به دا لوبډلې دوې ټیسټ لوبې هم کوي.