امريکا پلان لري چې په روس کې خپلې وروستۍ دوه قونسلګرۍ هم وتړي او په ماسکو کې یوازې یوه سفارتخانه پریږدي.
دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ترينګلي دي.
د امريکا د بهرنیوو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۹مه تایید کړه چې دوی به دوه قونسلګري وتړي.
د امريکا د بهرنيوو چارو وزارت وياند د ازادي اروپا راډيو ته په ليږلي بيان کې وويل چې د بهرنیوو چارو وزیر مایک پامپیو، د مسکو لپاره سفیر جان سلیوان سره په مشوره دا پریکړه وکړه.
ده وویل چې په روس کې د امريکا ډیپلوماټیک ماموریت خوندي او د روانو هڅو برخې په توګه دواړه قونسلګري تړي.
اسوشیټیډ پریس د دسمبر پر ۱۸مه خبر ورکړ چې د بهرنيوو چارو وزارت کانګرس ته د ډېسيمبر پر ۱۰مه د دواړو قونسلګري تړلو ويلي وو.
کانګرس ته ويل شوي وو چې دا اقدام په روس کې د امريکا د ماموریت کارکونکو ننګونو ته په ځواب کې وو.