د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا د کورونا مخنیوي لپاره محدویتونه لا سخت کړل


بوریس جانسن او د بریتانیا ساینس پوهانو وویل چې د نوي کورونا وايرس نوی قسم د اصلي په پرتله تر ۷۰ فيصده ډیر خپرېدونکی دی.
بوریس جانسن او د بریتانیا ساینس پوهانو وویل چې د نوي کورونا وايرس نوی قسم د اصلي په پرتله تر ۷۰ فيصده ډیر خپرېدونکی دی.

د برتانیا وزيراعظم بورس جانسن د ډېسېمبر پر ۱۹مه په لندن او د انګلينډ په نورو برخو کې له هغه وروسته محدویتونه نور سخت کړل چې د کورونا وايرس ناورغۍ نوې بڼې خپريدل يا منتقلي د اندښنې وړ کچې ته ورسيد.

جانسن او د بریتانیا ساینس پوهانو وویل چې د نوي کورونا وايرس نوی قسم د اصلي په پرتله تر ۷۰ فيصده ډیر خپرېدونکی دی.

خو د وبايي ناروغۍ پوهان وايي، داسې کوم شواهد نشته چې دا خورا وژنکي دي يا د ډيرې سختې ناورغۍ لامل کېږي.

دوی دا باور هم لري چې واکسینونه به د نوي ناروغۍ په وړاندې مساوي اغیزمن وي.

د برتانیا چارواکو او د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې دوی د کورونا وايرس د تغير په اړه سره په تماس کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG