د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان د چاپیریال په ساتنه کې پاتې راغلې دی “


په ماحولياتي بدلون نظر لرونکي او د پېښور د یوې تعلیمي ادارې آيي ایم ساینسز استاد ډاکټر محمد رفيق وویل که چیرې ولس او حکومت په شریکه کار وکړي نو د چاپیریال د ساتنې سره تړلې ډیرې ستونځې هواریدې شي.

د چاپیریال ساتونکیو له حکومته غوښتنه کړی چې د چاپیریال د ساتنې او په فضا کې په خیچنوالي د قابو موندلو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

نن په اسلام اباد کې د غېر سرکاري تنظيم اېف ډي اېف د سیوري لاندې د موسمياتي بدلون په اړه ېوې غونډې ته وویل شو چې په پاکستان کې فضايي الودګي (خیچنوالې) په ډیریدو دی خو حکومت په دغه اړه د بیدارۍ پیدا کولو لپاره هیڅ پلان نه لري.

د غونډی تابيا کونکي عامر امجد مشال راډيو ته وويل چې په رسنېو کې د موسمياتي بدلون په اړه خبرونو ته هغه ارزښت نه ورکول کیږي کوم چې پکار دی. نوموړي زیاته کړه باید د مطبوعاتي ادارو مشران د چاپیریال د ساتنې په اړه خبرونو او مالوماتو ته لومړیتوب ورکړي.

په ماحولياتي بدلون نظر لرونکي او د پېښور د یوې تعلیمي ادارې آيي ایم ساینسز استاد ډاکټر محمد رفيق وویل که چیرې ولس او حکومت په شریکه کار وکړي نو د چاپیریال د ساتنې سره تړلې ډیرې ستونځې هواریدې شي.

د نوموړي وينا وه چې باید د موټرو او کارخانو د لوګو او فاضل مادو خوندي ځاي ته د رسولو لپاره په شته قانون عمل وشي او د وخت د غوښتنو سره سم نور قوانین جوړ شي .

د ذکر وړ ده چې نیزدې ورځو کې د خېبرپښتونخوا حکومت د بلېن ټري سونامي (ېو ارب ونې لګولو) پروژه سر ته د رسولو دعوه کړې ده. چارواکي وايي چې خېبرپښتونخوا کې په درويشت (۲۳) فيصده زمکه ځنګلونه دي خو د ملک په نورو برخو کې دغه شرحه دولس (۱۲) فيصده ده.

د نړیوال معیار تر مخه باید د یو هیواد پینځه ویشت فیصده برخه ځنګلونه وي.

XS
SM
MD
LG