د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د امریکا پر ګڼو حکومتي کمپیوټري شبکو د انټرنیټي بریدونو تر شا لاس درلودلو: پامپیو 


مایک پامپیو دا څرګندونې د دسمبر پر ۱۸مه په یو تلویزوني خپرونه کې کړې دي.
مایک پامپیو دا څرګندونې د دسمبر پر ۱۸مه په یو تلویزوني خپرونه کې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، دا خبره واضحه ده چې روس د امریکا پر ګڼو حکومتي کمپیوټري شبکو د انټرنیټي بریدونو تر شا لاس درلودلو.

مایک پامپیو دا څرګندونې د دسمبر پر ۱۸مه په یو تلویزوني خپرونه کې کړې دي.

تر دې وړاندې امریکايي چارواکو د دې خبرې له کولو ډډه کوله چې د انټرنیټي بریدونو سرچینه چېرته ده؟

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په دې موضوع د ولس په وړاندې څه نه دي ویلي.

امنیتي ماهرین وايي، هیکران د انټرنیټي بریدونو له لارې حساسو حکومتي معلوماتو ته لاس رسی پیدا کوي.

د تازه انټرنیټي برید خبر د روان کال د دسمبر په ۱۳مه د ځینو داسې امریکايي چارواکو په حواله ورکړل شوی وو چې نومونه یې نه وو اخېستل شوي.

دې چارواکو ویلي وو چې داسې شک کېږي چې برید په روس کې د مېشتو هیکرانو لخوا ترسره شوی دی.

د یوې اندازې ترمخه دغه انټرنیټي برید ۸۰ فیصده مشتریان یا پیرودونکي په امریکا کې په نخښه کړي خو ترڅنګ یې په بیلجیم، برتانیا، کاناډا، اسراییلو، مکسیکو، هسپانیې او متحده عربي اماراتو کې هم صارفین په نخښه کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG