د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې چاودنې ۱۵ ماشومان وژلي


د کورنیو چارو وزارت په چاودنه کې د ۱۵ کسانو د مړینې او ۲۰ نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی. ارشیف-انځور
د کورنیو چارو وزارت په چاودنه کې د ۱۵ کسانو د مړینې او ۲۰ نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی. ارشیف-انځور

د افغانستان د غزني ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې د ډېسېمبر پر ۱۸ مه په یوه چاودنه کې له ۳۰ زیاتو ماشومان ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سیمه ییز چارواکي وايي چې چادونه د ګېلان ولسوالۍ په اغوجان کلي کې د یوه بنجاره د رکشې خواته شوې ده.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده مشال راډیو وویل، یوه بنجاره چې کله دغه کلي ته د خپلو شیانو د خرصولو لپاره ورغلی او ماشومان ورته راټول شوي دي نو وروسته پرې چاودنه شوې ده.

د دوي په وینا، په دې چاودنه کې ۱۱ ماشومان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور تپي شوي دي. د وژل شویو او ټپي شویو ماشومانو عمرونه د ۸ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي.

د کورنیو چارو وزارت په چاودنه کې د ۱۵ کسانو مړینې او ۲۰ نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

تر اوسه چا د پېښې ‌ذمه واري نه ده منلې خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې پېښه د یوې زړې سرګولې د چاودېدو له کبله شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG