د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د طالبانو سفر د افغان حکومت په مشوره شوی: افغانستان


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي هرکلی کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي هرکلی کوي.

د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت وايي، د ډېسېمبر پر ۱۶مه اسلام اباد ته د طالبانو سفر، په نومبر مياشت کې کابل ته د پاکستاني وزیراعظم عمران د سفر په نتيجه کې د افغان حکومت سره په مشوره شوی دی.

دې وزارت نن (ډېسېمبر ۱۶) په يوه خبرپاڼه کې وويل پاکستان سره يې د افغان ولس دا هيله شريکه کړې چې تشدد دې کم او اوربند دې وشي. په خبرپاڼه کې هيله ښودل شوې چې د طالبانو دا سفر به په دې برخه کې رغونکی وي.

دا په داسې حال کې ده چې هم نن په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی له پاکستانيو چارواکو سره د ملاقات لپاره اسلام اباد ته په درې ورځني سفر ورسېد.

پر چارشنبه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي چې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشری دا پلاوی په دري ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی او له وزیراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره به د افغانستان د سولې په موخه خبرې کوي.

بیان زیاتوي، د طالبانو د پلاوي د سفر مقصد د پاکستان د هغه تګلارې برخه ده چې له مخې یې دوی د سولې په پروسه کې شاملولو ټولو ډلو سره خبرې کوي. له دې وړاندې په اګست کې هم د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی وو.

بلخوا په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو خبرې چې د سېپټېمبر له ۱۲مې روانې وې، د ۲۰ ورځو لپاره پکې وقفه راغلې او د افغان دولت پلاوی د نورو سلا مشورو لپاره په سېشنبه کابل ته ستون شو.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي یوې غړې حبیبې سرابي د یکشنبې په ورځ وویل، دوی به له طالب مرکچیانو سره په راروانو بحثونو کې په افغانستان کې د جګړې پر بندېدو او د اوربند پر ټینګېدو تمرکز وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG