د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان له اشرف غني سره په ټلېفوني خبرو کې پر افغان امن بهیر غږېدلي


ولسمشر اشرف غني او وزیر اعظم عمران خان ټلېفوني خبرې کړي
ولسمشر اشرف غني او وزیر اعظم عمران خان ټلېفوني خبرې کړي

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ژمنه کړې، چې هیواد به یې افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو او د اوربند په ټینګیدو کې مرسته وکړي.

له ارګه خپره شوې یوه اعلامیه وايي، وزیر اعظم عمران خان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د چارشنبې په ماښام (۱۶م ډسمبر) په ټلېفوني خبرو کې د افغان سولې بهیر پر پرمختګ او د دواړو هېوادونو د خپلمنځیو پر پیاوړیکولو غږیدلی دی.

د پاکستان وزیر اعظم دفتر ویلي، چې عمران خان یوځل بیا له ټولو ښکیلو غاړوڅخه د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه کړې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، عمران خان اشرف غني ته ویلي چې د سولې بهیر ملاتړ کوي او د افغانانو په مشرۍ کې د افغان ستونزې هوارولو پلوي دي.

'جګړه یې نور په ګټه نه ده'

پاکستاني چارواکي وايي، طالبان پر دې پوه شوي چې په افغانستان کې روانه جګړه یې نور په ګټه نه ده.

د بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قریشي یې د ډېسېمبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د طالبانو ورغلي پلاوي ته یې ويلي چې په افغانستان کې دې تشدد کم شي.

خو هغه زیاته کړه چې دا "ذمه واري یوازې د طالبانو نه ده بلکې د جګړې ټولې خواوې دې په دې کې خپل کردار په داسې توګه ترسره کړي چې اوربند ته لار برابره" شي.

پاکستان وايي، د طالبانو د پلاوي د سفر مقصد د پاکستان د هغه تګلارې برخه ده چې له مخې یې دوی د سولې په پروسه کې شاملولو ټولو ډلو سره خبرې کوي.
پاکستان وايي، د طالبانو د پلاوي د سفر مقصد د پاکستان د هغه تګلارې برخه ده چې له مخې یې دوی د سولې په پروسه کې شاملولو ټولو ډلو سره خبرې کوي.

د قریشي په خبره، طالبان پر "دې قانع شوي چې د جګړې دوام نور نه د دوی او نه هم د افغانستان په ګټه دی."

ده زیاته کړه چې د طالبانو له خبرو ورته جوته شوه چې هغوی "سوله" غواړي او په دې برخه کې "سنجیده" دي.

د طالبانو دا پلاوی د ډېسېمبر پر ۱۶مه په درې ورځني سفر له قطره اسلام اباد ته ورسېد چې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره به هم ګوري.

د افغانستان د بهرنیوو چارو وزارت وايي، پاکستان ته د طالبانو دا سفر د افغان حکومت په مشوره شوی.

د طالبانو وياند محمد نعيم د ډېسېمبر پر ۱۵مه پر ټوېټر ليکلي ول چې د دې سفر مقصد د "شريکو ګټو" او په پاکستان کې "د افغان کډوالو" په اړه خبرې کول دي.

بلخوا د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو نننی سفر، په نومبر مياشت کې کابل ته د پاکستاني وزیراعظم عمران خان د سفر په نتيجه کې له افغان حکومت سره په مشوره شوی دی.

دې وزارت د ډېسېمبر پر ۱۶مه په يوه خبرپاڼه کې وويل له پاکستان سره يې د افغان ولس دا هيله شريکه کړې چې تشدد دې کم او اوربند دې وشي.

په خبرپاڼه کې هيله ښوول شوې چې د طالبانو دا سفر به په دې برخه کې رغوونکی وي.

د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشری پلاوی په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ورغلی چې له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په موخه خبرې وکړي.

بیان زیاتوي، د طالبانو د پلاوي د سفر مقصد د پاکستان د هغه تګلارې برخه ده چې له مخې یې دوی د سولې په بهیر کې له شاملو ټولو ډلو سره خبرې کوي.

تر دې وړاندې په اګست کې هم د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی وو.

بلخوا په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو خبرې چې د سېپټېمبر له ۱۲مې روانې وې، اوس د ۲۰ ورځو لپاره پکې وقفه راغلې او د افغان حکومت پلاوی د نورو سلا مشورو لپاره د ډېسېمبر پر ۱۵مه کابل ته ستون شو.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یوې غړې حبیبې سرابي د ډېسېمبر پر ۱۳مه وویل، دوی به له طالب مرکچیانو سره په راتلونکو بحثونو کې په افغانستان کې د جګړې پر بندېدو او د اوربند پر ټینګېدو تمرکز وکړي.

XS
SM
MD
LG