د اپوزيشن ګوندونو اتحاد پاکستان ډموکراټیک موومنټ (پي ډي اېم) د حکومت پرضد د نورو جلسو پلان جوړ کړی.
په پي ډي اېم کې د شاملو ګوندونو د ځينې مشرانو يوه غونډه د ډېسمبر پر ۱۷مه په پېښور کې وشوه چې پکې په مردان، بنو او پېښور کې د راروانو جلسو د تياريانو جاج واخيستل شو.
په مردان کې به د ډېسېمبر پر ۲۳مه، په بنو کې د جنورۍ پر شپږمه او په پېښور کې د جنورۍ پر۱۶مه د جلسو پلان جوړ کړل شوی دی.
پي ډي اېم وړاندې هم د پېښور او لاهور په ګډون په ګوجرانواله، ملتان، کراچۍ او کوټه کې د حکومت ضد جلسې کړې وې.
د پي ډي اېم د ځايي مشرانو په وينا، د دې نویو جلسو جلوسونو مقصد د اسلام اباد په لور د ممکنه لانګ مارچ تیاري ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۴ مه د پي دي اېم مشر مولانا فضل الرحمن په لاهور کې رسنيو ته ويلي وو که وزيراعظم عمران خان د جنورۍ تر ۳۱مې استعفا ورنکړه نو د فېبرورۍ په اوله نېټه به د اسلام اباد په لور د لانګ مارچ اعلان کوي.
خو وزيراعظم عمران خان او يو شمېر نورو وفاقي وزيرانو په بيا بيا ويلي دي چې اپوزيشن ګوندونه خپل ځينې مشران د احتساب له عمله بچ کولو لپاره دا احتجاجونه کوي خو حکومت به يې کله هم په دباو کې رانه شي.
خو اپوزیشن ګوندونه د حکومت دغه خبره ردوي او وايي، د احتساب له لارې دوی خپل سیاسي مخالفین په نښه کوي.