د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان طالبانو پلاوی نن له وزیر اعظم عمران خان سره ګوري


پاکستان ته د ملا برادر په مشرۍ ورغلي طالب پلاوي په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ویني. ۲۰۲۰، ۱۶ دسمبر
پاکستان ته د ملا برادر په مشرۍ ورغلي طالب پلاوي په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ویني. ۲۰۲۰، ۱۶ دسمبر

د قطر له پلازمېنې دوحې څخه اسلام اباد ته د افغان طالبانو ورغلی پلاوی نن (ډېسېمبر ۱۸) د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره ویني.

د وزیراعظم د دفتر سرچینو د ډېسېمبر پر ۱۸مه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، په دغه لیدنه کې د افغانستان سولې بهیر په باب خبرې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې وزيراعظم عمران خان د ډېسېمبر پر ۱۶مه د له ولسمشر اشرف غني سره په ټلېفوني خبرو کې ژمنه کړې، چې هیواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمیدو او د اوربند په ټینګیدو کې مرسته وکړي.

عمران خان و اشرف غني ته ویلي چې د سولې بهیر ملاتړ کوي او د افغانانو په مشرۍ کې د افغان ستونزې هوارولو پلوي دي.

د دغه وروستیو پرمختګونو په ترڅ کې پاکستاني چارواکي وايي، طالبان پر دې پوه شوي چې په افغانستان کې روانه جګړه یې نور په ګټه نه ده.

د بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د طالبانو ورغلي پلاوي ته یې ويلي چې په افغانستان کې دې تشدد کم شي.

خو هغه زیاته کړه چې دا "ذمه واري یوازې د طالبانو نه ده بلکې د جګړې ټولې خواوې دې په دې کې خپل کردار په داسې توګه ترسره کړي چې اوربند ته لار برابره شي.''

پاکستان وايي، د طالب پلاوي د سفر مقصد د پاکستان د هغه تګلارې برخه ده چې له مخې یې دوی د سولې په پروسه کې شاملولو ټولو ډلو سره خبرې کوي.

د قریشي په خبره، طالبان پر "دې قانع شوي چې د جګړې دوام نور نه د دوی او نه هم د افغانستان په ګټه دی."

ده زیاته کړه چې د طالبانو له خبرو ورته جوته شوه چې هغوی "سوله" غواړي او په دې برخه کې "سنجیده" دي.

د طالبانو دا پلاوی د ډېسېمبر پر ۱۶مه په درې ورځني سفر له قطره اسلام اباد ته ورسېده.

د افغانستان د بهرنیوو چارو وزارت وايي، پاکستان ته د طالبانو دا سفر د افغان حکومت په مشوره شوی.

په خبرپاڼه کې هيله ښوول شوې چې د طالبانو دا سفر به په دې برخه کې رغوونکی وي.

د طالبانو وياند محمد نعيم د ډېسېمبر پر ۱۵مه پر ټوېټر ليکلي ول چې د دې سفر مقصد د "شريکو ګټو" او په پاکستان کې "د افغان کډوالو" په اړه خبرې کول دي.

تر دې وړاندې په اګست کې هم د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی وو.

بلخوا په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو خبرې چې د سېپټېمبر له ۱۲مې روانې وې، اوس د ۲۰ ورځو لپاره پکې وقفه راغلې او د افغان حکومت پلاوی د نورو سلا مشورو لپاره د ډېسېمبر پر ۱۵مه کابل ته ستون شو.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یوې غړې حبیبې سرابي د ډېسېمبر پر ۱۳مه وویل، دوی به له طالب مرکچیانو سره په راتلونکو بحثونو کې په افغانستان کې د جګړې پر بندېدو او د اوربند پر ټینګېدو تمرکز وکړي.

XS
SM
MD
LG