د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او امریکا کې د کووېډ -۱۹ مړینو تازه شمېرې


امریکا کې د کورونا وایرس تر ټولو زیات شمېر نوي کېسونه. انځور- ارشیف
امریکا کې د کورونا وایرس تر ټولو زیات شمېر نوي کېسونه. انځور- ارشیف

په پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په تېر شواروز کې ۷۰ کسان مړه کړي چې ورسره په هغه هېواد کې د یادې ناروغۍ له وجې د مړو ټول شمېر ۹،۰۸۰ تنو ته ورسېده.

په پاکستان کې د کورونا وایرس وبا په اړه د حکومتي ووبپاڼې له شمېرو سره سم، په هغه هېواد کې په تېر شواروز کې نور څه د پاسه ۲،۵۴۵ کسان کورونا وایرس وهلي چې ورسره د کورونا ناروغانو ټول شمېر له ۴۴۸،۵۲۲ اوښتی خو ۳۹۶،۵۹۱ کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

په امریکا کې د کووېډ -۱۹ تازه شمېرې

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړینې د کچې یو نوې ریکارډ جوړ شوی.

د دې هېواد روغتیايي چارواکو ویلي چې د واکیسنو پروګرام په سمه توګه روان دی.

د امریکا د جانز هاپکنر پوهنتون د ډېسېمبر ۱۶مې شمېرې ښيي چې په هغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر ۳،۷۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

په امریکا کې دغه شمېرې په اووه ورځو کې په اوسط ‌ډول له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د مړینو په شمېر کې زیاتوالی ښيي.
په امریکا کې دغه شمېرې په اووه ورځو کې په اوسط ‌ډول له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د مړینو په شمېر کې زیاتوالی ښيي.

دغه شمېرې په اووه ورځو کې په اوسط ‌ډول له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د مړینو په شمېر کې زیاتوالی ښيي چې د ورځې په حساب تر ۲،۵۰۰ زیات کسان ورڅخه مري.

په داسې حال کې چې د ډېسېمبر پر ۱۶مه په روغتون کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو بسترېدو شمېر په ۱۹مه ورځ مسلسل زیاتېږي، روغتیايي ماهرین خبردارې ورکوي چې د واکسینو کمپاین پراخېدو باوجود په راتلونکو ورځو کې ښايي له ناروغۍ د کسانو مړینې زیاتې شي.

په ټېکسس کې یو روغتیاپال تر ډېر کار وروسته ارام کوي
په ټېکسس کې یو روغتیاپال تر ډېر کار وروسته ارام کوي

د اروپا په ډېرېو هېوادونو کې هم د کووېډ -۱۹ ناروغۍ کېسونه او ورڅخه د مړینې شمېرې زیاتې شوي دي.

په سویډن کې تېره اوونۍ له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۵،۰۰ کسان مړه شول. په جرمني کې د ډېسېمبر پر۱۶مه ۹۵۲ کسان له دغه ناروغۍ مړه شول.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

د امریکا جانز هاپیکز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر ډېسېمبر ۱۷مې په ټوله نړۍ کې ۷۴،۲۸۹،۴۳۹ کسان په کورونا اخته شوي دي.

د یاد پوهنتون له معلوماتو سره سم، په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۱،۶۵۰،۳۱۲ ته رسېدلی دی. خو ۴۲،۰۴۱،۱۲۸ ترې بیرته رغېدلي هم دي.

په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوی چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG