د افغانستان مهاجرینو او ستنېدو چارو وزارت نن ( د ډېسېمبر پر ۱۷مه) ویلي چې د جرمني لخوا د ۳۰ افغان پناه غوښتونکو یوه ډله د درخواستونو تردیدو وروسته کابل ته رسېدلې ده.
د ډېسېمبر ۲۰۱۶ ز کال راهیسې له جرمني څخه ۹۳۷ ( نهه سوه اووه دېرش) پناه غوښتونکي په ۳۴ ځانګړو پروازونو کې بیرته افغانستان ته لېږدول شوې دي. نورو اروپايي هېوادونو هم د پناه غوښتونکو د بیرته لېږد لپاره پروازنه فعال کړي دي.
پرون ( د ډېسېمبر پر ۱۶مه) کابل ته له اسټریا او بلغاریا څخه ۱۱ مهاجرین په یوه الوتکه کې کابل ته ورسېدل.
د بشري حقونو لپاره کارکوونکې ډلې پر دې ګام تنقید کوي او وايي چې جګړه ځپلې هېواد افغانستان د پناه غوښتونکو د ستنېدو لپاره ډېر خطرناک دی.
په سېپټېمبر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو اترو د پېل باوجود اوس هم د افغانستان امنیتي حالات ورځ تر بله خرابېږي.