د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۲۸ شو


په قبایلي سیمې باجوړ کې د جمعې د ورځې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی.

حمله د امنیتي سر تېرو پر پوسته شوې ده. د چارواکو په خبره، حمله د باجوړ د مرکز خار په بازار کې شوې ده چې په کې ۷۶ کسان ژوبل هم دي.

تر دې پېښې وروسته په خار کې بازار تړل شوی او ولس د درې ورځو ویر اعلان کړی دی.

په وژل شویو کې د یوه سکول د ماشومانو په ګډون د لېویز ځواک دوه چارواکي هم دي.

د چارواکو په خبره، چاودنه د باجوړ د مرکز ښار په بازار د امنیتي سر تېرو پر یوه پوسته شوې ده.

له سیمې د مشال راډیو خبریال شاهنواز ترکزی وايي په پېښه کې څلور ماشومان هم وژل شوي چې ښوونځي ته روان ول.

د ده په خبره، په دې چاودنه کې د لیويز امنیتي ځواک اته پوځیان وژل شوي چې په کې دوه افسران دي.

په چاودنه کې د بازار دوکانونو ته هم زیان رسېدلی دی.

په بازار کې یوه دوکاندار سید باچا له مشال راډیو سره د پېښې په اړه وویل، چې ښار ته د سودا اخیستو لپاره راغلي ګڼ خلک او د دوکانونو پر تړو ناست ډېر خلک زخمیان شول.



له لرې یوه کلي ښار ته راتلونکي یوه کس قادر سیال له مشال رآډيو سره په خبرو کې وويل چې له چاودنې وروسته توره تیاره جوړه شوه، هیڅ په سترګو نه ښکارېدل دوړې پورته شوې او بیا امنیتي کسانو علاقه په ګېره کې واخیستله او ډزې یې شورو کړې. هیڅوک یې د چاودنې ځای ته نه پرېښودلو.

یاده دې وي چې پرون هم د باجوړو اجنسۍ په چمرکنډ سیمه کې پرسرکاري ځواکونو او د امن کمېټې پر غړو د سړک غاړې چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي وو چې پړه یې وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستې وه.
XS
SM
MD
LG