د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د پېښور پر ارمي سکول د برید شپږم تلین دی


پېښور کې پر ارمي سکول د برید شپږم تلین په ترڅ کې میندو د خپلو وژل شویو ماشومانو انځورونه رااخیستي دي. ۲۰۲۰، ۱۶ دسمبر
پېښور کې پر ارمي سکول د برید شپږم تلین په ترڅ کې میندو د خپلو وژل شویو ماشومانو انځورونه رااخیستي دي. ۲۰۲۰، ۱۶ دسمبر

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پېښور ارمي پبلک سکول ناورین د شپږم تلين پر مهال ويلي چې دې پېښې ټول پاکستان متحد کړ ځکه یې ترهګرۍ ته ماتې ورکړه.

هغه د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې وويل چې په بريد کې د وژل شویو کسانو له کورنيوو سره په غم کې شريک دی.

د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه، پر پيښور ارمي پبلک سکول بريد کې د ۱۳۲ ماشومانو په ګډون ۱۴۹ کسان وژل شوي وو او ذمه واري يې د تحريک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

د دې ماشومانو د کورنيوو اتحاد، شهدا فورم د پاکستان پر امنيتي ځواکونو نيوکې کوي چې د دې حملې مخه یې نه وه نيولې. خو پوځ د خپل دريځ په روښانولو سره ويلي چې په امنيت ساتنه کې يې غفلت نه دی کړی او په بيړنۍ کارروايي سره یې پر سکول شپږ واړه بريدګر ژر ووژل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG