د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي ايم: مذاکرات نه کوو، د عمران خان په استعفا پسې اسلام اباد ته ځو


مريم نواز او بلاول بوټو زرداري
مريم نواز او بلاول بوټو زرداري

پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي ایم) د پنجاب په مرکز لاهور کې، د دیسمبر پر ۱۳مه، د حکومت ضد شپږمه جلسه وکړه او مشرانو یې وويل چې د عمران خان حکومت په ختمېدو دی. جلسې ته ورغلو مشرانو په خپلو ويناوو کې زیاته کړه چې اسلام اباد ته به په لانګ مارچ ورځي.

د پيپلز پارټۍ شريک مشر، بلاول بوټو زرداري د لاهور په جلسه کې وويل چې پاکستان جمهوري تحريک به په شا نه شي. ((موږ کلي په کلي ګرځو او خلک مو هرکلی کوي. د دې نالایقه حکمرانانو په خلاف په داسې شکل راوتلي يو چې کښتۍ مو سوځولي دي. نه واپس کېږو. دا سيليکټيد (غوره کړل شوی) حکومت په ختمېدو دی. ځيني دې غوره کړو ته ايسټبلیشمنټ وايي خو زه ورته سليکټرز (غوره کوونکي) وايم. دوی دې پوهه شه چې نور د خپلې خوښې حکومتونه نه شې راوستلی. موږ به تر اسلام اباده ځو او له عمران خانه به استعفا اخلو.))

د لاهور مينار پاکستان دې جلسې ته د جمهوري تحريک يوولس اپوزیشن ګوندونو په سلګونو خلک راغونډي شوي وو. دوی ته د مسلم ليګ (ن) مرستيالې مشرې، مريم نواز په خپله وينا کې وويل چې د عمران خان حکومت په وخت پر رسنيوو بندیزونه لګول شوی، غریبي زیاته شوې او هر څه ګران شوي دي نو ځکه بايد ختم شي. هغې زیاته کړه چې د تحريک انصاف حکومت د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې په درغليوو راغلی او د ولس ملاتړ ورسره نشته.

عمران خان ته د خپلو خلکو درغلي نه ښکاري. د اپوزیشن پر سياستوالو بې بنياده الزامونه لګوي. د ده ناکام حکومت بايد پاتې نه شي
مريم نواز

هغې وزیراعظم عمران خان مخاطب کړ او وې ويل: ((داسې ورځ به راشي چې عوام به له تا د هرې پېسې حساب اخلي. عمران خان وايي چې د پي ډي ايم سره په پارليمان کې مذاکرات کوو. نو زه درته ووايم چې کوم پارليمان؟ هغه پارليمان چې د ايي، ايس، ايي يو ريټايرډ کرنل یې چلوي؟))

مريم نواز په دې اړه نور وضاحت ونه کړ خو وې ويل چې تول اسلام اباد د جاسوسي ادارې د دې ريټايرډ کرنل نوم پيژني.

د يادونې ده چې د پاکستان پوځ همېشه د منتخبو حکومتونو په کار او سياست کې ګوتې وهل رد کړي دي. دا دې هم ياده وي چې د ټاکنو خپلواک کمېشن د ۲۰۱۸ کال انتخابات شفاف اعلان کړي وو. حکومت هم د اپوزیشن تورونه بې ځايه بللې او هغوی یې په دې جلسو سره د خپلو درغليوو د پټولو په کوښښ تورن کړي.

د بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر عطا الله مينګل په دې جلسه کې په خپله وينا کې وويل چې د دوی د تحريک دا هلې ځلې د غير جمهوري قوتونو جنازې دي. هغه زیاته کړه: ((په ۷۰ کالو کې پر بلوڅانو څه تېر شول، زه به هغه ستاسو مخکې ته کيږدم. بيا تاسو فيصله وکړئ چې ايا موږ په بلوچستان کې د شورش ذمه واره يو؟ موږ په ۷۰ کالو کې يوه ورځ هم په قراره نه ده تېره کړي. په دي موده کې مو ډير څه وبايلل. زموږ کلي ويجاړ شول. زموږ ماشومان واخیستل شول. تاسو دلته د غير جمهوري قوتونو او نام نهاد واکمنانو خلاف نن راغونډ شوي ياست. موږ د هغو قوتونو خلاف له ۷۰ کالو راهیسې مبارزه کوو.))

د پاکستان جمهوري تحريک د نورو جلسو په شان په لاهور جلسه کې هم سياستوالو په ملک کې د جمهوريت قوي کولو او د د ولسي واکمنۍ خبره تکرار کړه. د ملي عوامي نيشنل پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي په وينا کې وويل چې د غورځنګ جوړولو مقصد ملک له سره تشکيلول دي. هغه زياته کړه: ((موږ دلته چا ته پيغور ورکولو لپاره نه يو راغلي. چا چا چې به کلمه حق ويله هغه علاقې انګريزانو او فرانسويانو قبضه کړي. واحد وطن چې د سامراج خلاف یې د راپاڅېدو فيصله کړې وه، هغه له امو تر اباسين پورې پښتانه افغانان وو. موږ چا ته څه ويلو لپاره نه يو راغلي. موږ د سامراج مقابله وکړه. خو زموږ ګيله ده چې د هندوستان نورو قومونو هندوانو، سيکانو سره سره لاهور هم انګريزانو سره ولاړ وو. دوی پر افغان وطن قبضه کړې وه. دومره خبره کافي ده. پاکستان جوړ شو نو خان غفار خان پاکستان سره حلف پورته کړو. د باچا خان بيا اسمبلي ماتي کړل شوه. موږ غوښتل چې ووټ ته عزت ورکړئ.))

د پاکستان تحريک انصاف يو مشر او د پلان وفاقي وزیر اسد عمر د محمود خان اڅکزي پر دې او په لاهور جلسه کې د اپوزیشن سياستوالو په بيانونو خفګان ښودلی. هغه پر ټويټر دا تقریرونه غندلي دي.

په ژوندۍ بڼه له بېلابېلو ټيليويژون چينلونو څخه په ژوندۍ بڼه خپرېدونکې د پاکستان جمهوري تحريک په دې جلسه کې د عوامي نيشنل پارټۍ مخکښ امير حيدر خان هوتي هم خبرې وکړي. هغه وويل چې د ايين او پارليمان بالادستي لپاره ولاړ دي او دا جنګ د ټولو صوبو دی. ((ما نن خپله مقدمه دلته راوړې ده. ۱۰۰ کاله مخکې باچا خان د انګريزانو له غلامۍ انکار کړی وو. هغه د بنيادي حقونو او عدم تشدد خبره يې کوله. خو هغه ته غدار وويل شو. د هغه خلاف تشدد شوی وو. په هغه وخت کې تاسو ته يې پوهاوي درکولو کوشش کړی وو خو پوه نه شوئ. زه هيله مند يم چې تاسو به اوس پوه شوي ياست. باچا خان دا خبره ۸۰ يا ۹۰ کاله مخکې کړې وه. زه د پنجاب اوسيدونکو ته وايم چې پښتانه ترهګر نه دي.))

له يوولسو اپوزیشن ګوندونو جوړ پاکستان جمهوري تحريک په خپلو جلسو کې د ملک پر امنيتي ځواکونو تور پورې کړی چې په سياست کې ګوتې وهي خو د پاکستان پوځ دا تور ردوي. د دوی وياندانو په بېلابېلو خبري کنفرنسونو کې ويلي چې يوازې د امنيت لپاره د ملکي حکومت مرسته کوي او په چارو کې يې کار نه لري.

خو د لاهور په جلسه کې د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شپرپاو وويل چې د هېواد ټولې ادارې دې اييني چوکاټ کې دننه کار وکړي. ((موږ غواړو چې د وفاق څلور واړه صوبې پياوړي شي. هغوی ته مالي او انتظامي اختيارات ورکړل شي نو هله به پاکستان مضبوط شي.))

XS
SM
MD
LG