د امریکا انتخاباتي کالج د هغه هېواد ولسمشرۍ انتخاباتو کې جو بایډن بریالی کړ.
کله چې د کیلیفورنیا ایالت ۵۵ رایې ډېموکراتانو وګټلې، د جو بایډن د الېکټورل کالج رایې څه باندې ۲۷۰ ته ورسېدلې او دا هغه شمېر دی چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ګټلو لپاره ورته اړتیا وه.
د امریکا اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د انتخاباتي کالج ۲۳۲ رایې ګټلې دي.
د انتخاباتي کالج رای ګېري یو اجرایي ګام دی، خو سږ کال له دې کبله ډېر د پام وړ وګرځېد چې ولسمشر ټرمپ په انتخاباتو کې خپله ناکامي و نه منله.