د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې له کووېډ-۱۹ څخه ۷۳ کسان مړه شوي


په سیند کې روغتیاپالي د کورونا وایرس له ناروغۍ مړ شوي یوه تن مړی په اېمبولینس کې ږدي. ۲۰۲۰، ۰۹ نومبر
په سیند کې روغتیاپالي د کورونا وایرس له ناروغۍ مړ شوي یوه تن مړی په اېمبولینس کې ږدي. ۲۰۲۰، ۰۹ نومبر

په پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په تېر یو شوا روز کې ۷۳ کسان مړه کړي چې ورسره په هغه هېواد کې د یادې ناروغۍ له وجې د مړو ټول شمېر ۸،۹۰۵ ته ورسېده.


په پاکستان کې د کورونا وایرس وبا په اړه د حکومتي ووبپاڼې له شمېرو سره سم، په هغه هېواد کې په تېر یوه شواروز کې نور څه د پاسه ۲،۴۰۰ کسان کورونا وایرس وهلي چې ورسره د کورونا ناروغانو ټول شمېر له ۴۳۴،۰۰۰ اوښتی خو څه د پاسه ۳۸۶،۰۰۰ له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

د امریکا جانز هاپیکز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر ډېسېمبر ۱۵مې په ټوله نړۍ کې ۷۲،۸۷۴،۱۶۳ کسان په کورونا اخته شوي دي.

د یاد پوهنتون له معلوماتو سره سم، په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۱،۶۲۱،۸۳۸ ته رسېدلی دی. خو ۴۱،۲۸۴،۶۵۷ ترې بیرته رغېدلي هم دي.

په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوی چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG