د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا الېکټورل کالج نن د هېواد ولسمشر غوره کوي


د امریکا رسنیو د نومبر درېیمې په انتخاباتو کې د جو بایډن د بریا اعلان کړی.
د امریکا رسنیو د نومبر درېیمې په انتخاباتو کې د جو بایډن د بریا اعلان کړی.

الېکټورل کالج یا ټاکنیز استازي د ډېسېمبر پر ۱۴مه د امریکا په ټولو ایالتونو کې ورغونډېږي چې د نومبر درېیمې ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی جو بایډن رسماً ولسمشر غوره کړي.

د دوی نتیجې به واشنګټن ته استول کېږي او د جنورۍ پر ۶مه به د کانګرس د دواړو جرګو په ګډه غونډه کې چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس به هم پکې حاضر وي، شمېرل کېږي.

د امریکا اساسي قانون له مخې ولسمشر باید د الېکټورل کالج په اکثریت رایو چې ورته د ۲۷۰ رایو حد ټاکل شوی، غوره شي.

که هېڅ یو کاندید اکثریت رایې ونه‌ګټي د استازو جرګه پرېکړه کوي.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر اوسه د انتخاباتو د نتیجو له منلو ډډه کړې.
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر اوسه د انتخاباتو د نتیجو له منلو ډډه کړې.

بایډن د خپل سیال او اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرتله له اووه میلیونه زیاتې رایې ګټلي، خو د خلکو رایې د ولسمشر په بریالیتوب کې رول نه ‌لري.

تر اوسه پینځه ولسمشران داسې ټاکل شوي چې سیالانو یې د خلکو ډېرې رایې ګټلې وې.

وروستۍ بېلګه ‌یې هم ټرمپ دی چې د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې ډېموکراټ سیالې هېلري کلېنټن د خلکو ډېرې رایې ګټلې وې.

د سږني کال په انتخاباتو کې د الېکټورل کالج رایو ته ډېر پام ځکه اوښتی چې اوسني ولسمشر ټرمپ د انتخاباتو د نتیجې له منلو ډډه کړې او د درغلۍ په اړه ‌یې بې ‌بنسټه ادعاوو ته دوام ورکړی دی.

منتخب ولسمشر جو بایډن په پام کې لري چې نن د الکټورل کالج د رایو تر اعلان وروسته ولس ته وینا وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG