د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پينډۍ کې چاودنې ۲۵ کسان زخميان کړي


پولیس د چاودنې په ځای کې
پولیس د چاودنې په ځای کې

په پاکستان کې چارواکي وايي د دیسمبر په ۱۳مه په پينډۍ کې چاودنې ۲۵ کسان زخميان کړي دي. چاودنه په ګنج منډۍ کې شوې ده.

د ژغورنې ادارې، ریسکيو ۱۱۲۲ يو چارواکي محمد بلال د دیسمبر په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې په پېښه کې څوک مړه شوي نه دي او ۲۵ واړه زخميانو درملنه روانه ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ليکلي چې د سرچينو ترمخه دا د لاسي بم حمله وه خو چارواکي وايي په دې اړه تحقیقات بشپړ شوي نه دي. د راولپينډۍ پوليسو پر ټويټر ليکلي د ترهګرۍ امکان نه شي ردولی خو لا هم معلومه نه ده چې د چاودنې نوعيت څه دی. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دې ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG