د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کرک کې د احساس پروګرام پېسو د ځنډيدو له امله د ښځو مظاهره


مظاهره چيانو ښځو سړک هم بند کړی وو.
مظاهره چيانو ښځو سړک هم بند کړی وو.

د خېبر پښتونخوا په کرک ضلعه کې ځينو ښځو له دې امله احتجاج کړی چې په وينا یې د حکومت د احساس پروګرام لاندې ورته پېسې په وخت نه ورکول کېږي.

د دیسمبر په ۱۲مه شوې دې مظاهره کې ښځو سړک بند کړی وو او د حکومت پر ضد یې د نعرو وهلو تر څنګ د حکومت له اعلان کړو مالي مرستو برخه غوښتله.

پر دې مهال د يادې ضلعې له مختلفو سيمو څخه راغلو ښځو مشال رېډيو ته وويل چې دوی له تېرو پنځو ورځو راهیسې هره ورځ د خپلو دولس زرو روپو اخیستو لپاره ورځي خو چارواکي یې په يوه او بله بهانه ځنډوي.

يوې برقعه اغوستې مېرمن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د دیسمبر په ۱۲مه مشال راډيو سره په خبرو کې پر چارواکو د خپلوۍ او سفارش منلو تور پورې کړ. هغې وويل: (( چې څوک سفارش لري، هغه دننه دفتر ته ورشي او پېسې واخلي او موږ دلته بهر ناست يو. چارواکي مو تر اوږد انتظار وروسته بيرته کورونه ته ولېږي او پېسې نه راکوي.))

د پاکستان تحريک انصاف حکومت د غریبو کورنيوو سره د مرستې لپاره د احساس کفالت په نوم پروګرام پېل کړی دی. له دې لارې بې وزلو کورنيوو سره د نغدو پېسو مرسته کوي.

چارواکي وايي د دې پېسو په ورکړه کې ځينې وخت ستونزې پېدا کېږي خو مانا یې دا نه ده چې بيخي ودرېدلې دي.

د کرک ضلعې مرستيال کمشنر شاه جميل د دیسمبر په دولسمه په دې اړه مشال راډيو ته وويل د پېسو د ځنډ ستونزه يوازې د دوی نه ده. ((دا ستونزه په ټوله صوبه کې روانه ده ځکه چې د احساس پروګرام پيسې ويشونکي ټېکيداران زيات کميشن غواړي او خپلو غوښتنو لپاره په احتجاج دي. دوی سره د حکومت خبرې روانې دې. هر کله چې د دوی کاربنديز ختم شي نو دې ښځو ته به پېسې په وخت ورکول پېل کړو.))

XS
SM
MD
LG