د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارمینیا پر اذربایجان له اوربنده د سرغړونې تور لګولی


د ارمينيا سرتيری په پوسته کې ناست دی.
د ارمينيا سرتيری په پوسته کې ناست دی.

ارمينیا پر اذربایجان تور لګولی چې د نګورنو قره باغ د جګړې پر سر له شوي اوربنده یې سرغړونه کړې ده.

د ارمينیا د دفاع وزارت ویلي، اذربایجاني ځواکونو د دسمبر پر ۱۲مه پر هغو سیمو بریدونه کړي چې د ارميني ټبره ځواکونو له خوا ساتل کیږي.

د اذربایجان د دفاع وزارت بیا په یوه خبرپاڼه کې د ارمينیا پوځ په پاروونکو کړنو تورن کړی او ټینګار یې کړی چې اوربند نه دی مات شوی.

په سیمه کې د سولې تړون څارونکي د روس سوله ساتي پوځ له اوربنده د سرغړونو پخلی کړی خو دا یې نه دي ویلي چې کوم لوری ملامت دی.

دوی خبریالانو ته ویلي چې د وړو وسلو د ډزو غږونه یې ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG