په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ولسي وګړو ته د مرګژوبلې د رسېدو په تړاو د طالبانو ادعا بې اساسه بللې ده.
ډګروال سني د ډېسېمبر پر ۱۱مه ماښام په خپل ټوېټر لیکلي چې برید د ډېسېمبر پر ۱۰مه د افغان ځواکونو د دفاع لپاره شوی دی.
هغه زیاته کړې چې له افغان امنیتي ځواکونو د دفاع په نیت د بریدونو هر ډول ځواب د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو له هوکړې سره په ټکر کې نه دی.
له دې مخکې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې وه چې په ژیړۍ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید سره ۱۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه تنه نور هم ټپيان دي.