د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم د حکومت خلاف وروستی اقدام د لاهور جلسه کې اعلانوي


اسلام اباد کې د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن او نور غړي خبري کنفرانس کوي: ۲۰۲۰، ۸م ډیسېمبر
اسلام اباد کې د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن او نور غړي خبري کنفرانس کوي: ۲۰۲۰، ۸م ډیسېمبر

د پاکستان جمهوري غورځنګ کاري ډلې (سټېرینګ کمېټۍ) مشرانو د ډیسېمبر پر نهمه په اسلام اباد کې له خپلې غونډې پس خبري کنفرانس ته وویل چې د جنورۍ په ورستۍ اونۍ کې به د حکومت رانسکورولو لپاره لانګ مارچ کوي او له دې وړاندې به په ټول هېواد کې جلسې او مظاهرې کوي.

دوی وايي د وزیراعظم عمران خان حکومت ختمولو لپاره به له اسمبليانو څخه له استعفاوو هم کار واخلي.

د خبري غونډې پر مهال د پي ډي اېم ویاند میا افتخار حسین وویل چې دوی په خپله ناسته کې د راتلونکې کړنلارې مهالوېش وټاکلو او د ډیسېمبر پر ۱۳مه نېټه به یې د لاهور په جلسه کې ولس ته په ډاګه کړي.

نوموړي دا تور هم ولګاوه چې حکومت یې د جلسې پروړاندې خنډونه جوړوي او ان دا چې په مینار پاکستان کې د جلسه ګاه سیمې ته یې اوبه وراېله کړې دي.

بلخوا د پي ډي اېم د مرکزي کمېټې غړي بلاول بوټو زرداري هم د تحریک له مشر مولانا فضل الرحمن او د مسلم لیګ ن له مرستیالې مشرې مریم نواز سره په یوه جلا خبري کنفرانس کې هغه ګنګوسې رد کړې چې ګنې پیپلز پارټۍ به له پارلمانه استعفا ورنکړي. نوموړي وویل چې په پاکستان ډموکراټیک مومنټ کې شامل ټول ګوندونه یوه خوله دي او د دوی ټولو پرېکړه یوه ده.

یاده دې وي چې په اسلام آباد کې د ډیسسمبر پر اتمه د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان د اپوزېشن له غونډې وروستو خبري کنفرانس ته وویل، ټول اپوزیشن ګوندونه په دې سلا شوي چې د روانې میاشتې په یودېرشمه به له ګرد پاکستانه د قامي اسمبلۍ او صوبایي اسمبلیو غړي خپلې استعفاګانې د خپلې پارټۍ له مشرانو سره جمع کوي.

د پاکستان ډیموکراټیک موومنټ له اعلان سره سم د هېواد د نور برخو په ډول په بلوچستان اسمبلۍ کي هم د حزب اختلاف د غړو له لوري د استعفا ورکولو لړۍ شوې ده.

په چارشنبه د بلوچستان نیشنل ګوند غړي اختر حسین لانګو د صوبايي اسمبلي له غړيتوبه استفعي ورکړې او د ګوند و مرکزي مشر سردار اختر جان مینګل ته یې خپله استعفا وړاندې کړې ده.

دغه ډول د جمعیت علماء اسلام د صوبايي اسمبلۍ غړي شام لال هم خپله استعفا د ګوند صوبايي مشر ته وړاندې کړې ده. په بلوچستان اسمبلۍ کې د جمعیت علمای اسلام پارلماني مشر او قاید حزب اختلاف ملک سکندر ایډوکیت د دیسېمبر پر نهمه نېټه مشال راډيو ته وویل چې ګوند د اسمبلۍ نور غړي به یې نن خپلې استعفاوې ده ته جمع کړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان اسمبلۍ غړي نصرالله زېري له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د بلوچستان اسمبلۍ په ګډون به یې د ګوند سېنېټران هم ګوند مشر محمود خان اڅکزي ته د دیسېمبر تر ۳۱ مې نېټې خپلې استعفاوې وړاندې کړي.

د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ۶۵ غړي لري خو د جمعیت علماء اسلام د یوه غړي سید فضل آغا له مرګه پس یوه چوکۍ لاهم تشه ده، دغه ډول په ۶۴ چوکيو کې له حزب اختلاف سره دا وخت ۲۲ چوکۍ دي. په هغه کې لس د جمعیت علماء اسلام، لس د بلوچستان نیشنل پارټۍ، یوه ده پښتونخوا ملي عوامي ګوند او یوه د آزاد غړي او پخواني اعلا وزیر نواب اسلم ریساني ده.

دغه ډول د وزیر اعلا جام کمال خان وحکومت ته د ا وخت ۴۴ غړو ملاتړ ترلاسه دي او که د پاکستان ډیموکراتیک موومنت د ۸ دسمبر پر پرېکړو په سمه توګه په بلوچستان کي عمل وسي نو په هغه صورت کي به د عوامي نیشنل ګوند څلور غړي کوم چی دا وخت د جام کمال خان د حکومت برخه دي هغه هم د خپلو چوکيو څخه استفعي ورکوي.

د عوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر اصغرخان اڅکزي مشال راډيو ته وویل چې په بلوچستان اسمبلۍ که به د عوامي نیشنل ګوند څلور غړي د دیسېمبر تر ۳۱ مې نېټې خپلې استفعاوې جمع کړي.

د دې ترڅنګ په بلوچستان اسمبلي کي د مسلم لیګ ن یوازني غړي نواب ثناء الله زهري په کوټه کي د اکتوبر په ۲۵ مه د پي ډی ایم د جلسه وسته هغه د ګوند د غړي توب څخه استعفي ورکړې وه او د مسلم لیګ ن ډلي څخه خپله لاره جلاکړې وه او نه هم د پي ډي اېم پر پرېکړو نور عمل کوي.

د بلوچستان حکومت د پي ډي اېم د استعفا خبره یوازې یو ډرامه او پروپیګنډه بولي.

د یادونې وړ ده چې له قامي او صوبايي اسمبلیانو څخه د استفعا ورکول د پي ډي ایم له اعلا ن وروسته په پنجاب اسمبلۍ کې د پیپلز ګوند غړي علي حیدر ګیلاني په چارشنبه له صوبايي اسمبلی څخه استفعا ورکړه، تر دې وړاندې په پنجاب صوبه کې د مسلم لیګ ن د قامي اسمبلي غړي اې افضل کوکر او د صوبايي اسمبلۍ غړي سیف الملوک کوکر هم استعفا ورکړې وه.

دا تحريک تور پورې کوي چې د تحريک انصاف حکومت د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې د درغليوو په نتيجه کې منځته راغلی نو ځکه بايد استعفا ورکړي. خو د پاکستان انتخاباتو کمېشن دغه ټاکنې شفافې بللې او حکومت وايي اپوزیشن سياستوال د درغليو په کېسونو کې له سزاوو څخه د ځان ژغورلو لپاره جلسې کوي.

XS
SM
MD
LG