د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم له قامي او صوبايي اسمبلیانو د استعفا ورکولو پرېکړه وکړه


پاکستان: د اپوزېشن ګوندونو مشران کیڼ اړخ، مریم نواز، شهباز شریف، مولانا فضل الرحمن، بلاول بوټو زرداري، یوسف رضا ګیلاني، او محمود خان اڅکزی د ټول کوندیز غونډې پرمهال. ۲۰۱۹، جون ۲۶
پاکستان: د اپوزېشن ګوندونو مشران کیڼ اړخ، مریم نواز، شهباز شریف، مولانا فضل الرحمن، بلاول بوټو زرداري، یوسف رضا ګیلاني، او محمود خان اڅکزی د ټول کوندیز غونډې پرمهال. ۲۰۱۹، جون ۲۶

پاکستان ډموکراټیک مومنټ وايي د حکومت ړنګولو لپاره به یې د پارلیمان غړي له خپلو مشرانو سره استعفاګانې جمع کوي او بل پر ۱۳مه ډیسېمبر به په لاهور کې هرومرو خپله جلسه کوي.

په اسلام آباد کې د ډیسسمبر په اتمه د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان د اپوزېشن له غونډې وروستو خبري کنفرانس ته وویل، ټول اپوزیشن ګوندونه په دې سلا شوي چې د روانې میاشتې په یودېرشمه به له ګرد پاکستانه د قامي اسمبلۍ او صوبایي اسمبلیو غړي خپلې استعفاګانې د خپلې پارټۍ له مشرانو سره جمع کوي او د ډیسمبر په ۹مه به د کاري کمېټۍ (سټیرنګ کمېټۍ) غونډه کېږي چې پکې به د پیه جام، هړتالونو او په ملک کې د مظاهرو وخت ټاکل کېږي او دا به هم پکې فیصله کېږي چې اسلام آباد طرفته به لانګ مارچ کله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډیسمبر په ۷مه نېټه د پنجاب له سرګودې د پاکستان مسلم لیګ ن د قامي اسمبلۍ غړي حامد حمید خپله استعفا له مشرانو سره جمع کړې دي.

بل پلو د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د ډیسمبر په ۸مه اسلام آباد کې خبري کنفرانس کې وویل اپوزیشن ګوندونه د خپلو درغلیو پټولو لپاره دا رنګ بیانونه ورکوي او جلسې کوي.

د نوموړي په خبره، دا وخت پاکستان د کورونا وبا له خطر سره مخامخ دی او کېسونه یې ورځ تربلې سېوا کېږي او اپوزیشن ګوندونه جلسې کوي.

د شبلي فراز په وینا دوی یوازې د این ار او غوښتو او په حکومت د فشار اچولو لپاره دا رنګ اقدامات کوي او جلسې کوي خو په جلسو جلوسونو حکومت کور ته نه ځي او که چرته تللی هم دی نو احتجاجیانو ته هېڅ په لاس نه ورځي.

مشال راډیو چې د اپوزیشن او حکومت په دې دریځ په پېښور کې د خبریال او د سیاسي چارو تجزیه کار محمودجان بابر نه وپوښتل نو هغه وویل که تاسو په تېر وختونو کې وګورئ نو عمران خان هم له خپلو پارلماني غړو استعفاګانې غوښتې وې او بیا پکې ځنې خلک تیار شو او ځېنو نه ورکول غوښت چې له کبله يې پاکستان تحریک انصاف له اندېښنو سره مخامخ شوی وو نو اوس به اپوزیشن ګوندونه هم له دې مسلې سره مخامخېږي چې څوک څوک به له دوی سره ودرېږي او دا وخت اپوزیشن د فشار اچولو کوشش کوي او اپوزیشن تر څه حده کامیاب شوی هم دی او په حکومت باندې فشار راغلی هم دی او اوس به مالومېږي چې اپوزیشن په دې خپلو داعوو کې څومره سنجیده دی خو که وکتل شي نو له دوی سره بې له دې بله لار هم نشته چې استعفاګانې ورکړي.

بل پلو د ډیمسبر په اتمه وزیراعظم عمران خان د اخبارونو مدیرانو سره د ملاقات په مهال ویلي که اپوزیشن ګوندونو استعفاګانې ورکړي نو دوی په هر هغه حلقه باندې ضمني ټاکنې کوي چې په کومه استعفا ورکړل شوي وي

د یادونې ده پاکستان جمهوري تحریک د حکومت ضد په لاهور کې د ډیمسبر په ۱۳مه د جلسې تیارۍ پیل کړي او له دې وړاندې پي ‌ډي ایم د حکومت ضد ۵ جلسې د هېواد په بیلا بیلو ښارونو کې کړي

د دوی دریځ دی چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت راوستل شوی او دا په درغلیو او ټګیو جوړ دی نو باید چې وزیراعظم عمران خان استعفا ورکړي او دا حکومت کور ته ولېږل شي خو بیا حکومت دا تورونه ردوي او وايي د دوه زره اتلسم کال انتخابات په پاکه او صافه توګه شوي خو اپوزیشن ګوندونه د خپلو درغلیو پټولو لپاره دا جلسې کوي.

XS
SM
MD
LG