د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا پاکستان د مذهبي ازاديو سرغړونو د 'ځانګړې اندېښنې وړ' هېوادونو نوملړ ته اچولی



پامپیو وايي، امریکا به د هغو خلکو دفاع کولو لپاره اقدامات کوي چې مذهبي ازادۍ غواړي.
پامپیو وايي، امریکا به د هغو خلکو دفاع کولو لپاره اقدامات کوي چې مذهبي ازادۍ غواړي.

امریکا پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان د نړۍ هغو ۱۰ هېوادونو په لېسټ کې شامل کړي چې د مذهبي ازادۍ په اړه د ځانګړې اندېښنې وړ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یو بیان کې ویلي، دا هېوادونه د ۱۹۹۸ز کال د نړیوالې مذهبي ازادۍ تر هغه قانون لاندې په دې فهرست کې شامل شوي چې د مذهبي ازادۍ د "سېسټماټيک، روانو او لويو سرغړونو" کې "ککړ دي او يا يې زغمي."

روسیه او درې نور هېوادونه هم امریکا د څار په هغه "خاص لېسټ" کې شامل کړي چې د مذهبي ازادۍ په "سختو سرغړونو کې ککړ دي او يا يې برداشتوي."

پامپیو ویلي، امریکا یو وارې بیا د هغو خلکو "دفاع" لپاره اقدامات کوي چې دا "مهمه" ازادي غواړي.

پامپيو پر ټوېټر ليکلي، امريکا به د مذهبي ازادۍ په اړه له خپل هوډه هېڅکله هم پرشا نه شي او هېڅ یوه هېواد او سازمان ته به اجازه ورنه کړي چې خلک د خپلو عقيدو په سر "ځورېدو ته پرېږدي."

ده وویل، دغه کلنی فهرست ښيي چې هر کله مذهبي ازادي تر بريد لاندې راځي نو امريکا به يې پر وړاندې اقدام کوي.

چين، برما، ايريټيريا، نايجيريا، شمالي کوريا، تاجکستان، ترکمنستان، ايران، سعودي عرب او پاکستان د مذهبي ازادۍ په اړه د ځانګړې اندېښنې وړ بلل شوي دي، او کوموروس، کيوبا، نېکاراګوا او روسيه هم د څار په "ځانګړي فهرست" کې شامل دي.

مايک پامپيو زیاته کړې، د القاعدې، داعش او طالبانو په شمول يوشمېر نورې وسله والې ډلې د "ځانګړې اندېښنې وړ" ډلو په لېست کې شاملې دي.

بلخوا ازبکستان او سوډان د څار له خاص لېسټه لیرې شوي ځکه چې د هغو هېوادونو حکومتونو په تېر يو کال کې د مذهبي ازادۍ برخه کې د "پام وړ پرمختګ" کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG