د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان کې له کورونا وبا مړینه زیاته شوې


د سند حیدراباد کې روغتیاپالي د کورونا وایرس له ناروغۍ مړ شوي یوه تن مړی امبولېنس کې ږدي. ۲۰۲۰، ۰۹ نومبر
د سند حیدراباد کې روغتیاپالي د کورونا وایرس له ناروغۍ مړ شوي یوه تن مړی امبولېنس کې ږدي. ۲۰۲۰، ۰۹ نومبر

د پاکستان او افغانستان روغتیا چارواکي وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې نه یوازې د کورونا وبا نوي ناروغان زیات شوي بلکې له دې وایرسه د مړینې کچه هم لوړه ختلې ده.

په پاکستان کې روغتيا څانګې وېبپاڼې ترمخه په په تېر يوه شواروز کې له کورونا وایرسه ۶۰ کسان مړه شوي او ۲،۹۶۳ کسان یې ناروغه کړي دي چې دغه ډول د ټولو نارغانو شمېر څلور لکه او څه باندې ۲۶ زرو ته رسېدلی دی. د ډېسمبر تر نهمې له دې وايرسه په پاکستان کې ۸،۵۴۷ کسان مړه شوي خو تر درېو لکو او ۷۲ زرو زیات ترې بیرته رغېدلي هم دي.

د پېښور سرکاري روغتون خیبر ټیچنګ درېوو ډاکټرانو ته کورونا وایرس شوی دی. د ځوانو ډاکټرانو تنظیم د ډېسېمبر پر اتمه په خپل یو بیان کې ویلي چې دغو درېوو ډاکټرانو ته په روغتون کې د کار پر وخت کورونا وایرس لګېدلی . تر اوسه د خیبر ټیچنګ روغتون ۱۶ ډاکټرانو ته کورونا شوې ده.

خیبر ټیچنګ روغتون چې ورته شېرپاو هسپتال هم وییل کیږي د صوبې دویم لوی روغتون دی.

بلخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مرګونو زیاتېدو خبر ورکړی دی.

د دې وزارت مرستیال ویاندې معصومې جعفري د ډیسېمبر پر اتمه مشال راډیو ته ویلي په تېره یوه اوونۍ کې د کووونا له لاسه په افغانستان کې یوسل او دیارلس کسان مړه شوي دي.

امریکا کې کورونا وبا

په امريکا کې د ډېسېمبر پر اتمه ( پرون) د کورونا وايرس د مثبتو کېسونه شمېر له ۱۵ ميليون واوړېد.

په عين حال کې د هېواد د خوړو او دواګانو اداره په بیړنۍ توګه د کوويډ-۱۹ واکسين ورکولو منظورۍ پر لوري بل ګام اخستی دی.

د جان هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، په دريو رياستونو کې د کورونا وايرس ريکارډ کېسونو وروسته د مثبتو پېښو شمېر له ۱۵ ميليون واوښت.

په داسې حال کې چې د صحت چارواکي خبرداری ورکوي چې امريکا لا هم یوه سخته مرحله کې ده خو د هېواد د دوايانو تنظیم کونکي د واکسین په اړه هيله بښونکی خبر ورکړی. د کورونا وايرس واکسين فايزر او بایو اېن ټېک کمپنېو په ګډه جوړ کړي.

برتانیا کې واکسین لګول پیل شو

په برتانیا کې د صحت چارواکو د ډیسېمبر پر اتمه یې د کورونا وایرس ضد واکسین اول خوراک خلکو ته ورکول پیل کړ او زیاته تمه ده چې دا واکسین به د کورونا خلاف ډېر مهم وګرځي او په نړۍ کې به هم خلکو ته زر ورکول پیل شي.

دغه واکسین چې فایزر او بایو اېن ټېک کمپنیو جوړ کړی ، په برتانیا کې د دغه واکسین اته لکه خوراکه به لومړی هغو کسانو ته ورکول کیږي چې عمرونه یې د اتیا کالو څخه زیات دي او یا د صحت کارکونکي دي. د دغه واکسین په اړه ویل کیږي چې د کورونا وایرس خلاف ۹۵ فیصده موثره دی.

تمه ده روانه اونۍ امریکا هم دغه واکسین تایید کړي او د واکسین سل ملیونه خوراکه ترلاسه کړي چې دغه به پنځوسو ملیونو امریکایانو ته په راروانو میاشتو کې ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG