د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مور مې چې اکسیجن په کمېدو شو نو پښو مې کار پرېښود'


د خیبر ټیچنګ روغتون ډاکټران د یوه ناروغ کتنه کوي.
د خیبر ټیچنګ روغتون ډاکټران د یوه ناروغ کتنه کوي.

د شپې څه باندې ۱۲ بجې وې، د خيبر ټيچنګ هسپتال په وارډ کې پر نږدې ۱۰۰ کټونو داسې ناروغان پراته ول چې خولو او پوزو ته يې مصنوعي ساه ورکوونکي مشينان (وينټي لېټرز) لګېدلې ول.

ډاکټر شازیه شمس دا وخت د خپل مور سر ته ناسته چې ګوري د مور د ساه مشين کې یې د اکسجين کچه د کمېدو په حال کې ده او په لږ وخت کې په وارډ د ناروغانو شور شو.

ډاکټر شازيې د ډېسېمبر پر اتمه نېټه مشال راډیو ته وويل، د اکسيجن د کمي له وجې د ټولو ناروغانو د ساه اخيستو تکليف په زياتېدو شو چې ورسره په وارډ کې د قیامت په شان ناروين جوړ شو.

((ما چې وليدل چې د مور مې د اکسيجن ترسيل کمېدو نو لاس او پښو مې کار پرېښود، يو قیامت وو. زه د خپل هغه وخت احساسات نشم بيانولای.)

خو ډاکټر شازيه وايي، دا مهال يې سوچ وکړ چې له همته به کار اخلي او يو متبادل بندوست به کوي. د دې په وينا دا وخت د ځینو نورو ډاکټرانو خپلوان هم هلته بستر ول او هغوی پر خلکو غږ وکړ چې منډه کړئ او په تهه خانه کې پراته د اکسيجن سلېنډران وروړئ.

په لږ وخت کې منډې ترنډې پیل شوې، ډاکټران، نرسيانې، محافظين او د هسپتال نورو کارکوونکيو له لاندې څخه سلېنډران راوړل شروع کړل.

ډاکټر شازیه وايي چې سلېنډران وروړل شول خو د نارغانو د لګولو لپاره چې کوم لوازمات ول هغه نه ول نو دوی په ډېرو خواريو سره بريالي شول چې ځينو ناروغانو ته د اکسيجن سلېنډران ولګوي.

پر دې مهال هغو ډاکټرانو ته د ځان رسولو لپاره هم ټيليفونونو وشول چې ډيوټيانې یې نه وې او په کورونو يا هاسټلونو کې ول.

ډاکټر محمد ساجد په هاسټل کې وو چې د شپې دوولس نيمې بجې ورته ټيليفون وشو او ورته وويل شو چې د هسپتال په اېمرجنسي وارډ کې اکسيچن ختم شوی دی نو د مرستې لپاره دې ځان ورورسوي.

نوموړي د ډېسېمبر پر اتمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې هغه په هاسټل کې د ملګرو په کوټو وګرځېد او اوه يا اته ډاکټران يې له ځان سره روان کړل.

دوی چې وارډ ته ورسېدل نو د ډاکټر ساجد په وينا چې ګوري هلته يو ناورين دی او ژړا ګانې دي. دوی هم ناروغانو ته د اکسين سلېنډرونه په لګولو لاس پورې کړ.

(د ناروغانو بل وارډ ته د منتقلولو پر مهال به مو په خوله د پوکاڼې (ايمبو بېګ) ډکولې او هغوی ته به مو ساه ورکوله چې دارنګه تر وارډ يې ژوندي ورسره وو.)

په دې وارډ کې زياتره ناروغان په کورونا وايرس اخته ول چې په ساه اخيستو کې د تکليف له کبله ورته مصنوعي اکسيجن ورکول کېده. خو د اکسيجن د کمي پر مهال شيږ ناروغان مړه شول چې ډاکټر شازيه او ډاکټر ساجد يې مرګ په خپلو سترګو وليد.

ډاکټر ساجد وايي چې دا د ده د ژوند تر ټولو دردوونکې شيبې وې او له نورو سره يې وژړل.

د ډاکټر شازيې د کورنۍ پنځه واړه غړي کورونا وايرس وهلي دي او يوازې دا له ناروغۍ بچ ده نو ځکه د مور تېمارداري کوي. دا وايي، اوس چې مور ته ګوري نو د خدای شکر اداکوي.

د خيبر ټيچنګ هسپتال دې پېښې نه يوازې ناروغان او د هغوی کورنۍ وځورولې بلکې دباندې يې خلک هم ډېر ولړزول. مدني فعالانو او اپوزيشن ګوندونو پر واکمن تحریک انصاف تنقيد وکړ او دا يې د حکومت ناکامي او نااهلي وبلله.

خو صوبايي حکومت د هسپتال چارواکيو ته په ۴۶ ساعته کې د پلټنو کولو حکم وکړ. د ډیسېمبر پر اتمه نېټه د صحت وزير تيمور سليم جګړا د هسپتال پلټنې پر خپل ټويټر پاڼه خپرې کړې چې پکې د هسپتال انتظاميه ګرم بلل شوې ده.

د هسپتال بورډ اف ګورنرز اووه چارواکي چې پکې د روغتون ډايرېکټر هم شامل دی په خپل کار کې د ناغېړی/ غفلت له کبله له دندو ليرې کړل.

XS
SM
MD
LG