د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ډي اېم نننۍ غونډه پرېکنده پړاو ټاکي


پاکستان: د اپوزېشن ګوندونو مشران کیڼ اړخ، مریم نواز، شهباز شریف، مولانا فضل الرحمن، بلاول بوټو زرداري، یوسف رضا ګیلاني، او محمود خان اڅکزی د ټول کوندیز غونډې پرمهال. ۲۰۱۹، جون ۲۶
پاکستان: د اپوزېشن ګوندونو مشران کیڼ اړخ، مریم نواز، شهباز شریف، مولانا فضل الرحمن، بلاول بوټو زرداري، یوسف رضا ګیلاني، او محمود خان اڅکزی د ټول کوندیز غونډې پرمهال. ۲۰۱۹، جون ۲۶

د اپوزیشن ګوندونو اتحاد پاکستان ډیموکریټک مومنټ (پي ډي اېم) غونډه د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ په اسلام اباد کې روانه ده چې پکې د وزیراعظم عمران خان حکومت لیرېکولو لپاره پر راتلونکې پر خپله راتلونکې کړنلاره غږېږي.

د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز په غونډه کې د ګډون کولو نه وړاندې نن په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې خلک د ګرانۍ، بېروزګارۍ او حکومت د نااهلۍ لوجې له مشکلاتو سره مخامخ دي او دوی پي ډي ايم طرف ته ګوري.

دې دا هم ویلی چې په نننۍ غونډه کې به اپوزیشن ګوندونه د احتجاج په توګه له پارلیمانه په ډله ییزه توګه د استعفاګانو پر ورکولو هم غور کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرشبلي فراز ويلي دي چې ګوند يې د قامي ګټو په خاطرد اپوزيشن ګوندونو اتحاد له پي ډي ايم سره د مذاکراتو لپاره يو سياسي ټيم به جوړوي.

د پاکستان سرکاري رېډيو ترمخه نن د نهې په ورځ شبلي فراز له يوه شخصي ټي وي سره په خبرو کې وويل اپوزيشن ګوندونه دې د کورونا وبا دوهمې څپې لوجې خپلې ټولې سياسي غونډې او جلسې جلسونه وځنډوي او که اپوزيشن ګوندونه ګڼي چې د دې غونډو له لارې به پر حکومت فشار واچوي نو داسې ممکنه نه ده.

پي ډي اېم د اپوزيشن ګوندونو له لوري د سږني کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نیشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن ۱۱ ګوندونه شامل دي.

د يادو ګوندونو مشرانو د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بللی او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړي دي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او وايي سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې ښکېلوي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

اسلام اباد کې دپي ډي ایم نننۍ مهمه غونډه په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې ده چې د ګوجرانوالې، کراچۍ،کوټې، پېښور او له ملتانه وروسته پي ډي ایم په لاهور کې د حکومت پرضد په ۱۳م نومبر یوه احتجاجي جلسه کوي او د دې ټلوالې مشر مولانا فضل الرحمان اوړمه ورځ ویلي ول دا جلسه به د حکومت ړنګیدو سبب وګرځي.

د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې هم د ډیسېمبر ير شپږمه ویلي ول، ''اوس د حکومت ړنګولو ذمه واري د لاهور په اوږو پرېوتې ده او لاهور کله هم بې ننګي نه ده کړې.''

خو د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپل یوه بیان کې ویلي چې په جلسو او پرلتونو حکومتونه نه ړنګیږي.

اپوزیشن ګوندونه تور لګوي چې موجوده حکومت د ټګۍ له لارې جوړ شوی او ټولټاکنو کې د ولس رایې غلا کړل شوي دي.

خو د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د ۱۹۷۰ ز کال څخه څومره ټولټاکنې هم شوي دي نو په هغې کې بایلونکو خپله ماتې نه ده منلې.

هغه زیاته کړې چې د پي ډي ایم مشران که له پارلیمانه استعفاګانې ورکړي نو دا به له جمهوریت سره هېڅ ښېګړه نه وي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د مخه ویلي ویل چې که د اپوزیشن ګوندونو غړي له پارلیمانه استعفاګانې ورکړي نو هغه چمتو دی چې په دغو چوکیو بیا له سره ټولټاکنې وکړي او زیاتوي چې اپوزیشن ګوندونو له احتسابه د بچکېدو لپاره راوتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG