د امریکا متحده ایالاتو پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان په هغه نوملړ کې شامل کړل، چې په کې د مذهبي ازادیو په اړه د پام وړ اندېښنې شته.
دا اقدام په دوشنبه شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په یوې خبري غونډې کې ویلي، چې د مذهبي ازادیو په اړه د ۱۹۹۸ کال پرېکړه لیک له مخې دا اقدام شوی دی.
پر دوی تور دی چې په سیستماتیک او دوامداره ډول یې د مذهبي ازادیو په سرغړونو کې لاس درلود او یا یې تحمیل کړي دي.
روسیه او درې نور هېوادونه هم د مذهبي ازادۍ د سرغړوونکو هېوادونو په کتار کې تر سختې څارنې لاندې ونیول شول.
مایک پومپيو ویلي واشنګټن یو ځل بیا د هغو کسانو د دفاع لپاره چې عملا اساسي ازادي غواړي، اقدام وکړ.